د شوروي اتحاد یرغل او نه اټکل کېدونکې ماتې
ليکنه : خوشال دُرانی
زموږ اتلولي، د نورو لپاره د عبرت درس
جوهر دوداییف د چیچن د مسلمانانو لومړنی مشر او د چیچن د ازادۍ سرلاری او ددغه هیواد لومړی مسلمان ولسمشر دی. پر افغانستان د شوروي اتحادي جمهوریتونو د حملې په وخت کې په افغانستان کې جنګیدلی او دلته يې له مجاهدینو سره په جګړه کې مډال هم اخېستی دی. هغه د شوروي اتحادي جمهوریتونو د پوځیانو څخه یوه تکړه او تجربه لرونکی جنرال و.
جوهر دوداییف يو پخواني افغان ډيپلوماټ ته ویلي، چې د چیچن د ازادۍ دغه فکر یې د افغانستان د مجاهدینو څخه اخېستی دی. هغه ویلي و چې یوځل د افغانستان په لویدیځ کې د مجاهدینو سره د جګړې پر مهال زموږ روسي پوځیانو درې يا څلور مجاهدین ژوندي ونیول، کله چې مې د هغوی شکېدلې جامې، وچ کلک ډنګر بدنونه، خوارې او ستونزو ځپلې مخونه، دهغوی څېري او زاړه د پښو پایزار ولیدل، د هغوی زړې او بې کیفیته ټوپکې مې ولیدلي او بیا مې د دوی دغه حالت د سرو پوځیانو له مجهز نظامي شتون سره پرتله کړ، ډېر تعجب شوم، چې داخلک به تر کوم وخته جګړه وکړي او دوی به څه ډول وتوانیږي چې خپله د ازادۍ جګړه به وګټي.
همدې مجاهدینو ته ورغلم، ورته مې وویل چې زه هم مسلمان یم او له همدې کبله ستاسې سره مرسته کوم. ژوندي مو بېرته پریږدم چې خپلو کورنیو ته ولاړ شئ، خو زما سره به تاسې ژمنه کوئ چې بیا به وسله نه اخلئ او له روسي پوځیانو سره به جګړه نه کوئ.
جوهر دوداییف ویلي چې همدا او دېته ورته خبرې مې نورې هم ورته وکړي، دا مې ورته ویل چې زه مسلمان یم ځکه ستاسې سره همدا خواخوږي لرم. په جګړه کې اسیر شویو مجاهدینو راته وویل چې موږ به خپل منځ کې مشوره وکړو، هغوی په خپله ژبه سره وغږیدل او لږ وروسته يې راته وویل چې موږ به کوشش وکړو چې تاسې سره جګړه کې مخ نه شو، خو دا ژمنه درسره نه شو کولای چې موږ به په کور کېنو او د روسي پوځیانو سره به جګړه نه کوو، هغوی چې زموږ په خاوره یې یرغل کړی او هغوی چې زموږ د دین او مذهب دښمنان دي.
جوهر دوداییف ويلي کله مې چې دهمدې خواري ځپلو افغانانو قوي هوډ او جرائت ولیده، همدلته مې ذهن کې د چیچن د ازادۍ نقشې ابتدايي ترسیم ځای ونیو، فکر مې وکړ چې د چیچن وګړي تر افغانانو د ډېرو امکاناتو لرونکي دي او د چیچن ځمکنی جوړښت هم د جګړې له پاره له روسي پوځیانو سره ډېر مناسب دی، کله چې بېرته له افغانستان څخه ولاړم، چیچن کې مې د همدې نقشي د تطبیق له پاره ځینې ملګري پيداکړل او هماغه وو چې د روسانو مقابل کې مو د ازادۍ اعلان وکړ، خپل حکومت مو اعلان کړ، چې وروسته بیا له روسانو سره وسلواله مبارزه هم پيل او جوهر دوداييف هم د روسي الوتکې څخه د کنټرول شوي بم په واسطه وویشتل شو.
د شوروي اتحاد ته اوښتي تلفات
د هغه وخت یو پوځي جنرال ګارییف د شوروي تلفاتو په اړه وايي: د دقیقو معلوماتو له مخې شوروي پوځونو د کورنیو چارو وزارت او د سرحدي پوځونو سره ۱۴۴۵۳ تنه تلفات ورکړل (په دوی کې) ۱۳۸۳۳ له اردو څخه، ۵۷۲ تنه د کی جي بي له ټولګیو څخه، ۲۸ تنه د کورنیو چارو وزارت څخه او ۲۰ تنه له نورو موسسو څخه وژل شوي دي، همداراز ۱۹۰ کسان پوځي مشاورین، متخصصین، کارپوهان او ژباړونکي وژل شوي، صحي تلفات ۴۹۹۸۳ کسانو ته رسېده، له هغوی څخه یې ۳۸۶۱۴ (۷۷٪) علاج شوي، او ۶۶۶۹کسان معیوب شوي، سربېره په دې ۴۱۷ کسان بې درکه او یا هم یرغمل نیول شوي، له هغوی څخه یې د ۱۹۹۹ ز کال د جنوري تر لومړۍ نېټې پورې ۱۳۰ کسان راستانه شول او د پوځي تخنیک تلفات په دې ډول وو، ۱۰۳ الوتکې، ۳۱۷ هلیکوپترې، ۱۴۷ ټانکونه، ۱۳۱۴ محاربوي ماشیونونه او زریپوشونه، ۴۳۳ میله توپونه او هاوانونه، ۱۱۳۰۹ موټرونه، ۱۱۳۶۹، د انجینرئ تخنیک، او ۱۱۳۸ مخابرې او د قرارګاه موټرونه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخېستنې
مصلح ډاکټر وحیدالله: جدي شپږمه: د بې واکۍ او خپلواکۍ يو خونړی تاريخ!
مطمئین نظرمحمد : افغانان؛ د ازادۍ جګړه او د اتلولۍ داستانونه!
ژمن وېبپاڼه
ازادي راډیو وېبپاڼه
















