سهیل شاهین:سبا او بل سبا به مذاکرات رخصت وي،په نهم جولای بیرته پیلیږي

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۵چنګاش، ۱۳۹۸)
په قطر کې د بین الافغاني کنفرانس له امله د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو مذاکرات د دوو ورځو لپاره رخصت دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي چې سبا او بل سبا به بین الافغاني کنفرانس وي او مذاکرات به ولاړ وي خو په وینا یې چې په نهم جولای به بیرته پیل شي.
شاهین همدا راز په مذاکراتو کې له پرمختګه هم خوښي ښودلې او په ټکو یې چې تر اوسه له کوم خنډ سره نه یو مخ شوي.
“موږ د مذاکراتو له پرمختګ نه راضي یو او امید لرو چې پاته کار هم ژر بشپړ شي. تراوسه له کوم خاص خنډ سره نه یو مخ شوي.”
ویل کیږي چې د اووم پړاو خبرو پای به ډیر مهم او برخلیک ټاکونکی وي.



