کابل ټکی کام (شنبه ، ۱۵ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې وسلوالو طالبانو د اندخوي ولسوالۍ په اړوندو کې د میمنې – جوزجان لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د اندخوي ولسوال سلطان محمد سنجر وویل، وسله والو طالبانو نن سهار دا لویه لار تړلې، او ددولتي ځواکونو دڅار لپاره تلاشي کوي.
وسلوالو طالبانو مسافرو ته د کوچنیو موټرو په وسیله له فرعي لارو د تګ راتګ اجازه ورکړې.
یاده دې وي چې وخت ناوخت وسلوال طالبان دځینو ولایاتو لویې لارې ددولتي ځواکونو دڅار په پار تړي، او عامو وګړو ته دنورو لارو څخه دتیرېدو بندوبست کوي.