
الوداع یا اسلام الوداع!!
ژباړه : استاد حسین احمد ملاخیل
که پدې نقطه بحث وکړو چې اروپایي یرغلګر په اسلامي نړۍ کې د مسیحي ادارو د ترویج او تقویت لپاره ولې دومره زیات مصارف، حمایت او سرپرستي کوي؟ هغيېته ولې مالي او نور وسایل برابروي؟ د داسې تعلیمي ادارو استادان ولې خپلو تعلیمي وظایفو ته دعوت کوي؟ د دې جوابونه مونږ ته په کتاب (د اسلام او مسلمان په وړاندې د غرب دسیسې) کې د اروپایي کشیش سمویل زویمر پدې الفاظو کې ترلاسه کیږي.
* څرنګه چې مسلمانان د مسیحي ادارو څخه نفرت لري، د دې لپاره مونږ ته په اسلامي هیوادونو کې داسې سیکولر(بې دینه) ادارې جوړل پکار دي چې هلته مسلمانان خپل ماشومان په ډیره خوشحالي سره داخل کړي. د همداسې ادارو هر قسم کومک او همکاري ضروري ده. داسې مدارس زمونږ لپاره ډیر مفید او مددګار جوړیږي. ځکه دغه مسیحي ادارې دي چې مونږ د اسلامي شاګردانو ترمنځ اسلامي شخصیتونه او د اسلامي تهذیب روح بلکل له منځه وړلی شو. او موثره بریا ترلاسه کولی شو*
د لاندې شرایطو په ویلو سره دې پایلې ته رسیږو چې نن هم په ډېرو اسلامي هیوادونو په ازادۍ او استقلال پېړۍ تېرې شوي لیکن په دغه هیوادونو کې د اسلام او مسلمان حال څه داسې دی.
- نه هم قوانين او دستورونه تر ننه خالص اسلامي قوانين دستورونه جوړ شوي دي.
- نه هم فوځي نظام، سیاسي نظام، ټولنیزنظام، ښوونې او روزنې، تهذیب او کلتوري نظام په اسلامي بنیادونو تشکیل شوي دي.
- ټول هیوادونه د نړیوالو کفري اقتصادي ادارو ته اړ دي. د هغوی د سودي قرضونو په پنجو کې داسې ګير دي. چې رعیت یې هم په غلامۍ او استبداد کې مبتلا دي، او هر ډول انساني شرف او عزت څخه محروم او د حیوانیت ادنی ترینه درجه د ژوند تیرولو باندې مجبور شوی دی.
- پدې هیوادونو کې د غربي استعمارګرو تعلیمي نظام نافذ دی، د نشر لپاره یې رادیو، تلویزیون، وی سی ار، اخبار، مجله، فلمي کارخانې وغیره شپه ورځ مصروفه دي. د عامو څخه تر خاصو پورې او د عالمانو څخه تر جاهلو پورې، ټول ځوان نسل(الاماشاء الله) د الحاد، دهریت او دین بیزارۍ په لومو کې اخته شوي دي. شخصي ګټې، زر او زبر، د اقتدار او حرص لالچ، ملت دوښمني، اسلام دوښمني، او د هر قسم مشکلات او بحرانونو ښکار شوي دي.
- ورځنۍ لیدنه ده چي دیني حماس او مذهبي غیرت چې تر پرونه د مسلمانانو په زړونو او ذهنونو کې موجود وو، نن د هغه جنازه وتلې ده، د یرغلګرو لخوا جوړ شوي کفري اقتصادي او ټولنیز نظام کې هر څه نن د پیر او پلور شیان جوړ شوي دي. مقدسې او سپېڅلې ادارې او نظامونه د کفري ظالمانو په لاس د تقدس څخه محروم د همدې نظام سره یې یا سازش کړی دی، یا یې هم خپل دم له لاسه ورکړی دی. او نن هم هغه شیدې چې اوبه اچول پکې پرون پاپ ګناه ګڼله نن یې په اوبو کې د شیدو رنګ پیدا کړی او د شیدو په نرخ یې پلوري، چې د منځني طبقې اولاد ترې نن بلکل محروم شوی دی.
- تش په نوم آزاد هیوادونو کې نن هم د فرعوني نظام، ظلم او طاغوت مسلط دی. مذهبي رهبرانو هم په پارلماني او جمهوري نظامونو کې د خپل مقام د بقاء لپاره دین خرڅ او بې له شرمه پکې مصروفه دي. د سرمایه دارانو، صنعت کارانو او لنډغرانو اصلي واکمني ده. په هر حالت او زمانې سره صرف خپل مخونه بدلوي. نطام ظلم کي هیڅ کوچنۍ تبدیلي په سترګو نه لیدل کیږي. همدارنګه ډیر ګوندونه جوړیږي او د اسلام او مسلمان نعرې وهي، لیکن د حکومت او اقتدار په اساسي نقشو کې هیڅ تغیر نه راځي.
- تعلیم، صحت، ماموریت، خوراک او لباس هدف د ژوند په ټولو شعبو کې طبقاتي سیستم فکر او فلسفه تسلط ده. پدې حواله کې د (كَادَ اَلْفَقْرُ أَنْ يَكُونَ كُفْراً ) لیدنه هر طرف کتل کیږي.
- دې تش په نوم آزادي اخستلو څخه وروسته چې الحاد او دنیا پرستي کومه وده کړې او څرنګه چې د غربي پوهنتونو او کالجونو څخه فارغ، نظامي فوځونو چې د غربي تعلیم او تربیت څخه مسلح شول په اسلامي نړۍ یرغل وکړ او هغه یې خپلې مستعمرې وګرځولې، چې مثال یې په تېر دور کې هیڅ نه پیدا کیږي. اوسنۍ غلامي دوره کې ګرچې په مونږ کې علامه سید جمال الدین، اقبال(رح) ، مولانا علی جوهر، مولانا عبیدالله سندهی، محمدعلی جناح، او داسې نور تېر شول. په سلګونو مفکرین او قایدین پیدا شول. لیکن تش په نوم آزاد ملکونو ددې بزرګانو تاریخ، زده کړو، او د مبارزو هیڅ ذکر نه کیږي. بلکې د یادو خلکو فکر او فهم درلودونکي خلک هیڅ نه پیدا کیږي.
- هدف دا نه دی چې مونږ آزادۍ ته اړتیا نه لرو(نعوذو باالله من ذالک) بلکې مونږ ته چې کومه آزادي راکړی شوې ده زمونږ د شرایطو مطابق نه ده. فلهذا آزادي په صحیح معنی سره جوړل پکار ده. تردې چې مسلمان آزاد او اسلام محبوس کومه مقاله ده رد شي او د سجدې د آزادۍ ترڅنګ اسلام د ( من کل الوجوه ) آزادي هم یو مهم آمر محسوس او ثابت حقیقت په شکل وګڼل شي.
- نن چې غربیانو ته په اسلامي نړۍ کې کومې بریاوې حاصلې دي، تر شا یې یو نه یو د کفري نظام او عمل برخه ده. په رسنیو د غربیانو تسلط د الحاد او بې دینه داسې ماحول راپیدا کړي چې ټول خلک د جهنم د اور خشاک ګرځیدلي دي. دغه ویروس او جراثیم د مسلمه امت د ذهنونو او فکرونو ته رسیدلي دي. او د تنفسي سیستم څخه نیولي تر هاضمي سیستم پورې ټول يې ورخراب کړي او یا بالکلیه مریض او مفلوج جوړ کړي دي.
- بیا تر ټولو مهم څیز چې د الحاد او بې دینۍ د رشد او تقویت کې موثر تمام شوي دي د اسلامي ملکونو تعلیمي نظام دی. پدې هیوادونو کې تر ننه د هیواد مورنۍ ژبه تعلیمي ژبه نه ده ګرځول شوې، بلکې پرځای یوه بهرنۍ ژبه تعلیمي ده. د هغې د ذده کړې لپاره بې حده سرمایه وخت او توجه مصرفوي. مورنۍ ژبه ورځ تر بلې کمزورې او پایمالیږي. ځوان نسل او ټولنه کې هیڅ اتفاق او اتحاد نه لیدل کیږي. د اغیارو فکر، فلسفه او ادبیات د غلبې په نتیجه کې ټول د مسلمان په ذهن او فکر کې پاخه شوي دي.
- تعلیمي ډګر د کې طبقاتي سیستم زهر تردې حده سرایت کړي چې د دوی ترمنځ ملي وحدت څه چې د هیوادونو په داخل کې د قومي وحدت چینه هم تباه او ټوټې ټوټې کړې ده. تعلیمي نصاب کې یوشان والی کم لیدل کیږي. په اسلامي هیوادونو کې غربیانو جوړ کړي پوهنتونونو نصاب په اسلامي معیارونو برابر نه دی. چې په یادو موسسو کې د خپل طرز او فکر خلک پیدا کوي. دغه ذهین او محنتی افراد د اعلی تعلیم لپاره اروپا ته استوي. د فراغت وخت وروسته ورته په هیوادونو کې ګوندونه، ادارې او بنسټونه جوړوي.
محترمو لوستونکو اوس به تاسو پوه شوي یاست چې اروپایي یرغلګرو زمونږ په هیوادونو کې د سیکولر تعلیمي ادارو جال خور کړی دی، او ورځ تر بلې د هغې په پیاوړتیا کار کوي، داسې ډیرې غربي ادارې شته لکه په اسلامي نړۍ کې امریکایي پوهنتنونه، مکتبونه او نورې ادارې او موسسې. هغوی پوهیږي چې مسلمانان د مسیحي ادارو څخه نفرت لري ممکن دغه ادارو ته خپل ماشومان په خوښۍ سره داخل کړي. دغه سیکولر ادارې د هغوی لپاره ډېرې فایده منې او ګټورې دي.



