یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

علماء او سياست /څلورمه برخه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 16, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
10
ځلې شریک شوی
122
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه : مفتي عزيزالله سالک.

حجةالاسلام امام عزالي رحمة الله عليه ويلي دي:

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

علماءکرام په درې ډوله دي: لومړي کوم چې دځان لپاره نيک بختي لټوي اونورو خلکو ته هم ،داهغه دي چې خلک دالله پاک دين ته رابولي اوهغوى په ښکاره اوپټه داسلام لارښونه کوي ،دوهم کوم چې ځان په تياره کې اچولي وي خونوروته يې ګټه اوخير رسيږي ،داهغه عالم دي چې په ډاګه خوخلک دالله پاک لارې ته رابولي اوپه ښکاره  ويناوالو سره مينه څرکنده وي خوپه پټه يې موخه شتمنې ګټل اوخلکوته ځان ورنږدي کول وي،اويوې مرتبې ته پرې ځان رسول وي ،دريم  چې نه دځان خيرخوا وي اونه یې نوروته څه ګټه  رسيږي ،دا هغه چې په ډاګه ددونيا غوښتونکى وي اودهغې دلاسته راوړلوپه هڅه کې وي.

امام عزالي په بل ځاى کې ليکلي دي دده په اند په اسلامي هيوادونو کي چې څومره فسادونه کيږي،نوموړى دټولونه لوى نه لوى لامل  علماء ګڼي،ځکه چې علماءدامت مالګه بلل کيږي،اوکه مالګه په خپله پیکه وی، نو په بل شي  کې به څه خوند راپيدا کړي ،لکه شاعر چې وايې :

يامعشرالقراء ياملح البلد ـــــــ مايصلح الملح اذا الملح فسد .

اى دعلماوو ټولګيه اى دښار مالګي ،کله چې مالګه په خپله خوند نه لري نوپه بل کې به څه خوند پيداکړي .

اوپه بل ځاى کې وايې :چې دخلکو زړونه ولې مړه دي، اوداخرت نه دخلکوپام ولې اوښتى دي ددې لپاره يې  ډير لاملونه ياد کړي خويو سبب يې علماء هم ښودلي دي او وايې: علماء دزړونو اوعقلونو طبيبان دي خوخبره دادي چې هغو ى په خپله ناروغه دي، اوپه رنځ اخته دي، کوم وخت چې طبيب په خپله ناروغه وي نوپه بل ناروغه به څه وکړي .

اوحجة الاسلام دحکامو دفساد پړه هم پر علماء وراچوي دکوم وخت نه چې علماوو دحکامو حق ته رابلل، اود ښې لارې ښودل پريښودل، :(…..اوورپسې ليکي چې دغه علماوو اخلاق اوعادات وو په امربالمروف والنهي عن المنکر کې، اوبل طرف ته يې واکدارانونه کومه طمع هم نه درلوده او خپله بروسه يې په الله پاک جوړه وه چې د دوى ساتنه به کوي .اودالله پاک هر حکم ته يې غاړه ايښي وه ،اوهرکله چې ددو‌ى نيتونه صاف اوستره وونوالله پاک هم دهغوى  ويناګانې هم اغيزمنې کړي وي ،چې ډير تور زړونه به ورسره سپين اونرم شول .

او اوس دعلماوو ژبې طمعو بندي کړي اوچپ ناست دي اوکه خبري هم وکړي نو وينا يې دو مره اغیزه نه لري چې کاميابي ته ورسره ورسيږي ،خو که بيا هم په ريښـتو نې ډو ل  سره دريښيا ويلو قصد وکړي نو کامياب به شي ،نو عامو وکړو دفساد پړه په واکدارانو  اچول کيږي اود واکدارانو دفساد پړه په علماوو ورچول کيږي اودعلماوو فساد لامل دمال او مرتبې محبت دي .والله المستعان على کل حال .

اودايادي خبرې اوکيسي خو په پخوانيو علماووپوري تړلي  وي،نو په اوس وخت علماوو باندې څه ګمان کوئ ؟ نو ته لږ غوندې سوچ وکړه ،که دعلماووداسې حال وي نود هغو ظالمانو واکدارانو به څه حالت وي چې دفساد په سمندر کې  ډوب وي .

اوداهغه څه دي چې الله پاک اوهغه رسول صلی الله عليه وسلم مونږله پخوا خبر کړي يو .

فَاَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنهُمْ اَنْ لعْنَةُ اللهِ عَلَى الظَلِمِيْنَ (الاعراف [٤٤]

بيابه يو اواز کونکى د دوى پر منځ ناره وکړي  چې  :دالله لعنت  دې وي پر ظالمانو 

وَلَاتَحْسَبَنَ اللهَ غَافِلاًعَمايَعْمَلُ الظَلِمُوْنَ اِنمَا يُؤَخِرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيْهِ  الاَبْصَارُ(٤٢)مُهْطِعِيْنَ مُقْنِعِيْ رُءُوْسِهِمْ لاَيَرْتَد اِلَيْهِمْ طَرْفُهُمْْ  وَاَفْئِدَ تُهُمْ هَوَاءٌ  ابراهيم (٤٣)

اوهيڅکله الله دظالمانو له هغو عملونو بې خبره مه ګڼه چې  دوى يې  کوي ،ايله هغې ورځې ته يې ځنډوي چې سترګې به ورکې رډې  پاتيږي ،نيغ سرونه به ځغلي سترګې به يې نه رپيږي اوزړونه به تش (الوزي).   

اوپيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ايما راع غش رعيته فهو النار ([1])

کوم یومسئول چې رعیت سره دوکه وکړي نودوزخ ته به ځي.

دلته يوه خبره کول غواړم هغه داچې ديو عالم پيژندلو لپاره چې دانیک ،اوکه فاسددی، اودغه حاکم صالح دي اوکه فاسد دي ددې کچه کونکى يواځي اسلام دي اوبس ،دعلماوو ياواکدارانو کارو نه اوکړندلارې اوددوى دخلکو سره رويه او چلند دغه ټو ل به داسلام په تله تللى کيږي، اوداسلام په متر به کچه کيږي په څومره اندازه چې دوى داسلام په دين  منګولي ټینګي کړي وي، اوڅومره خلک يې ورته رابللې وي ،اوپه  څومره خلکوکې يې پلى کړى دى، اوڅومره ددې احکامو ته يې  غاړه ايښي ده ،په همغه کچه به په خلکو کي صلاحيت اوعدل شتون لري، اوکه دده بر عکس يې راوخلو نو همدومره  به په خلکوکې فساد اودظلم تيارې خوري وي، اګرکه عالم ډيرکارپوه اوفيلسوف وي او حاکم ډير هوښيار هم وي .

الله پاک وايي: مَن يبْتَغِ غَيْرَ الْاِسْلاَمَ دِيْنًا فَلَن يقْبَلَ مِنْْْْْْهُ  وَهُوَ فِي الاخِرَةِ مِنَ الْخَسِرِيْنَ (ال عمران ٨٥)

او هرڅوک چې  له اسلامه پرته  بل دين لټوي نو هيڅکله به ترې قبول نه شي  اوهغه به په اخرت کې  له تاوانيانو وي .

اوپيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد [2]

که یوچا داسې کاروکړوچې مونږ یې دکولوامر نه و کړی هغه به ترې نه قبلیږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] رواه الطبري والمتقي الهندي في کنزالعمال (14656)

[2] رواه البخاري في الاعتصام (باب 20)ومسلم الاقضيه (17-18

مخکینې مطلب

کابل ټکي کام دمسابقې دليکنو لړۍ / درېيمه ليکنه ـ دويمه کړۍ

بل مطلب

ولسمشر غني کاپيسا ولایت ته رسېدلی

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com