غزني: د ملي امنيت په مرکز د سرتيري بريد مسؤوليت طالبانو واخيست

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۶) 

نن سهار د غزني ښار مربوط د درېيمې حوزې اړوند د ترانسپورت چوک سيمه کې د ملي امنيت پر مرکز د چاودنې خبر ورکړل شو.

که څه تر اوسه په چاودنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي خو ځایي سرچينې وايي چې د ملي امنيت مرکز ودانۍ زیاته برخه يې ویجاړه کړې او د امنيت مامورينو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو د دغه برید مسؤوليت په غاړه واخيست او وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، چاودنه د موټربم په واسطه د یوه سرتیري بریدګر له خوا د ملي امنيت پر یوه مهم مرکز ترسره شوې ده.

مجاهد وايي، لومړنیو معلوماتو له مخې په پيښه کې مرکز ویجاړ شوی، لسګونه تنه د استخباراتو کارمندان او عسکر په کې وژل شوي او ټپيان دي.

د تلفاتو په اړه وروستي جزیات به بيا پر ليکه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button