ایران اتومي تړون مات کړ

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۶چنګاش، ۱۳۹۸)

ایران د اتومي تړون د ماتولو اعلان وکړ چې له مخې به یې د یورانیمو په تولید کې نور دوی له کوم بندیز سره مخ نه وي.

ایراني چارواکو خبر ورکړی چې تهران به د یورانیمو د بډایولو له هغه حده واوړي چې په ۲۰۱۵م کال کې یې د نړۍ له پنځو هیوادونو سره پرې هوکړه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي چې ایران لا د دې تړون د برحاله ساتلو په هڅه کې دی خو په ټکو یې چې دا نور هیوادونه له دوی سره پر وفا متعهد پاتې نه شول.

که څه هم تر دې وړاندې د ایران لخوا د یورانیمو د زیات تولید خبر ورکړل شوی وو خو دا نوی ګام یې وروسته له هغه اوچت کړی چې دا هیواد د امریکا له سختو فشارونو او بندیزونو سره مخ دی.

په ورته وخت کې برېتانیا هم په جبل طارق کې د ایران د تیلو یوه بیړۍ چې فکر کیده سوریې ته یې خام تیل لیږدول نیولې او ایران دا کار سمندري غلا بللې ده.

د ایران د دې نوي اعلان په اړه تر اوسه په تړون کې ګډو هیوادونو او امریکا کوم غبرګون نه دی ښودلی.

وړاندې تر دې اروپایي هیوادونو له ایرانه غوښتي وو چې دې تړون ته دې ژمن پاته شي خو ایران بیا ګواښ کړی وو چې دوی به په داسې یو حالت کې تړون نقض کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button