سهېل شاهین: امریکايي لوري سره په اوربند اوبین الافغاني خبرو نه یو غږېدلي

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دطالبانو دمذاکراتي ټیم غړي او دسیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګویا طالب او امریکايي پلاوي په بین الافغاني خبرو او اوربند خبرې کړي.
طالبانو دا غبرګون وروسته له هغه وښود چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر ولیکل چې له طالب پلاوي سره یې په تېرو شپږ ورځنیو خبرو کې پر څلورو مواردو خبرې کړي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول، اوربند او بین الافغاني خبرې هغه موضوعات وو چې دوی پرې بحث کړی.
خلیزاد ویلي چې دې خبرو کې دوی د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
شاهین دخلیزاد ددې ټویټ په غبرګون کې زیاته کړې، دوی دې خبرو کې یوازې په دوو موضوعاتو خبرې شوکړي چې پرمختګ یې هم کړی.
نوموړي ویلي، دا دوه موارد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول دي.
شاهین دغه راز ویلي چې بین الافغاني ناسته پیل شوې او دا ناسته د سولې خبرو برخه نه ده، بلکې ټولو کسانو پکې په شخصي توګه ګډون کړی، او دا غونډه یې د نظر د تبادلې لپاره یو ښه فرصت بللی دی.



