قطر: بین الافغاني غونډه نن سهار لس بجې پیل او تر څلورو بجو به دوام وکړي

کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۱۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې نن سهار لس بجې په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ بین الافغاني غونډه پیل شوې ده او په دې غونډه کې به پر افغان سوله هر اړخیزې خبرې کېږي.

ددغه غونډې ګډونوال ډاکټر انورالحق احدي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا بین الافغاني ډیالوګ دی او دواړه لوري به خپل نظریات شریکوي.

په دې غونډه کې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ اوولس کسیز طالب پلاوی هم ګډون لري.

دغونډي پیل د قطر د بهرنيو چارو د وزير په پرانيستونکې وينا سره وشو.

د نوموړي د وينا پر مهال د افغان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمي خليلزاد هم حضور موجود وو.

وروسته خليلزاد له غونډې وتلی او خبريالانو سره يې په لنډو خبرو کې د ننۍ ناستې په اړه هيله بښونکې څرګندونې کړې دي.

داغونډه نن سهار لس بجې پیل، او دماسپښین ترڅلورو بجو به دوام وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button