کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۳۹۸)
په ولسي جرګه کې د هرات، بادغیس، فراه او غور ولایتونو استازو یوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې ویلي چې په دې ولایاتو کې ګڼې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
وکیلانو په حکومت تور پورې کړی چې له څو میاشتو راهیسې هلته جګړې روانې دي خو په وینا یې حکومت ورته تر اوسه کومه پاملرنه نه ده کړې.
دوی له حکومته غوښتي چې باید دې ولسوالیو ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو ولایتونه د سقوط له ګواښه وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې خپلو بریدونو ته سخت زور ورکړی او له حکومتي ځواکونو څخه وخت ناوخت د زیاتو سیمو د نیولو ادعا کوي.
جنوب لویدیځ ولایتونه هم له هغو څخه دي چې طالبان پکې زیات قوي دي او په بریدونو کې یې ډیری وخت امنیتي ځواکونو ته زیاته مرګ ژوبله اوړي















