امریکا: د ایران وروستۍ پرېکړه، د دوی د ورانکاره فعالیتونو یوه برخه ده

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۸چنګاش، ۱۳۹۸)

امریکا ویلي چې د ایران هغه وروستۍ اقدام چې د یورانیمو د تولید د زیاتوالي په اړه وو، یو غلط اقدام دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي چې د یورانیمو د بډایولو په اړه د تهران وروستۍ پرېکړه د دې هیواد د ویرانکارۍ یوه برخه ده.

ده همدا راز د امریکا همیشنۍ خبره چې ایران به اتومي وسله رانه ونه ګوري تکرار کړه.

نوموړي دا خبرې په واشنګټن کې د اسرائیلو لپاره د مسیحیانو د یووالي په کنفرانس کې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د ۲۰۱۵م کال اتومي تړون مات کړ او ویې ویل چې نور به د یورانیمو تولید په خپله خوښه کوي.

ایران دا کار وروسته له هغه وکړ چې دا هیواد د امریکا لخوا له سختو بندیزونو سره مخ دی او لا هم د بندیزونو لړۍ روانه ده.

اروپایي هیوادونو له ایرانه غوښتي چې اتومي تړون ته دې ژمن پاتې شي خو تهران بیا اروپایي هیوادونه په غدر تورنوي

مربوطه مطالب

Back to top button