اوچا د روغتيايي کارکوونکو پر تلفاتو اندېښنه ښودلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۰)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د روغتيايي کارکوونکو پر تلفاتو اندېښنه ښودلې ده.

اوچا په يوه اعلاميه کې ويلي چې د جولای په شپږم او نهم تر منځ په افغانستان کې درې پيښې شوي چې روغتيايي کارکوونکو ته پکې تلفات اوښتي او دوی يې په اړه خواشيني دي.

د اوچا د عمومي منشي ځانګړي استازي مرستيال توبي لينزر په یوه اعلاميه کې ويلي، چې په یادو پيښو کې ځيني روغتيايي کارکوونکي وژل شوي خو د برید ځای او د بريدونو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړم ماښام د چنګاښ په نوولسمه د میدان وردګو په چیک ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو پر یوه کلينيک عمليات وکړل چې په ترڅ کې د ډاکټر او کلينيک کارکوونکو په شمول څلور کسان ووژل او کلينيک ته يې زيان واړاوه.

پر دې سربيره ګډو ځواکونو د فراه بکواه کې پر کلينيک، د هلمند په کجکي کې پر کلينيک عمليات کړي او باباجي کې د کلينيک امبولانس تر هوايي برید لاندې نيول شوی، د غزني شلګر کې د کلينيک مدير په هوايي بمبار کې په نښه شوی چې روغتيايي کارکوونکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو هم دغه بريدونه غندلي، قصدي او جنګي جنايت يې بللی او د روغتيا له نړيوالې ادارې او نورو سازمانونو يې غوښتنه کړې چې په اړه دې چوپه خوله نه پاتې کيږي او جدي څيړنې دې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button