پاکستان: لاهور کې د ريل ګاډي ټکر کې لس کسان وژل شوي؛ له ديرشو زيات ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۰) 

د پاکستان په لاهور ښار کې د ريلګاډي او مال څخه ډک لوی موټر د ټکر له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، پيښه نن سهار د څلور بجو په شاوخوا کې په صادق اباد سيمه کې رامنځته شوې ده.

راپور زياتوي، یو ريلګاډی چې د لاهور نه راتلو د مسافرو بس موټر سره ټکر شوی او له پټلۍ اوښتی دی.

په پيښه کې لس کسان وژل شوي او له ديرشو زيات ټپيان دي.

ټپيان په صادق اباد سيمه کې د شيخ زاید روغتون ته د تداوۍ لپاره لېږدول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button