طالبان: پر کلينيکونو شپني عمليات قصدي، جنګي جنايت او بايد مخه يې ونيول شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۰)

طالبانو په افغاانستان کې پر کلينيکونو او صحي مرکزونو د ګډو ځواکونو له خوا شپني عمليات غندلي او دا يې جنګي جنايت او د هغوی قصدي عمل بللی دی.

د طالبانو د روغتيا کميسيون له لوري په اعلاميه کې پر کلينيکونو، روغتيايي کارکوونکو او صحي مرکزونو هغو بريدونو ته اشاره شوې چې په تيرو څو ورځو کې د ګډو ځواکونو او امريکايي  جنګي الوتکو له خوا په نښه شوي دي.

په اعلاميه کې د میدان وردګو د چک تنګي دره کې پر کلينيک عمليات، د فراه بکواه کې پر کلينيک عمليات، د هلمند په کجکي کې پر کلينيک عمليات او باباجي کې د کلينيک امبولانس تر هوايي برید لاندې نيول، د غزني شلګر کې د کلينيک مدير په هوايي بمبار کې په نښه کول یاد شوي چې په یادو بريدونو کې یادو روغتيايي مرکزونو ته زيانونه اوښتي، ډاکټران او کارکوونکي يې وژل شوي دي.

طالبان وايي، پر کلينيکونو دغه ډول عمليات په قصدي او سيستماتيک ډول ترسره کيږي زياتوي: “د اسلامي امارت د صحت کمیسیون په صحي مراکزو باندې دغه ډول بې باکانه بریدونه او قصدا هغه نظامي هدف ګرځول په کلکو ټکو غندي او له ټولو بشري نورمونو څخه مخالف عمل او جنګي جنایت يې بولي”.

طالبانو د روغتيا پر نړيوالې ادارې، بشري بنسټونو او حقوقوي ادارو غږ کړی چې د دغه عملياتو او بمباريو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي، د داسې جنګي جنايتونه مخه دې ونيول شي او په اړه دې جدي څيړنې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button