مولانان صوفي محمد د ۹۲ کلونو په عمر ومړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۰) 

په پاکستان کې د نفاذ شريعت محمدي ګوند مشر مولانا صوفي محمد د ۹۲ کلونو په عمر مړ شوی دی.

د صوفي محمد کورنۍ د هغه مړينه تاييد کړې او ويلي يې دي چې نوموړی په وروستيو کې د ځينو ناروغيو له امله رنځيده چې بالاخره نن د پنجشنې په ورځ يې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي دي.

مولانان صوفي محمد د تحريک طالبان پاکستان د مشر مولانا فضل الله خسر او په ۱۹۹۲م کال کې يې د نفاذ شريعت محمدي په نوم یو تنظيم جوړ کړی و.

نوموړي څه موده د پاکستان په زندانونو کې هم تيره کړې وه او په کال ۲۰۰۸ خوشې شو خو یوځل بيا په ۲۰۰۹م کال کې پرې ځينې تورونه ولګيدل او زنداني شو چې بيا تير کال په جنورۍ مياشت کې د دوهم ځل لپاره په ضمانت پريښودل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button