کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۲۰ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
امریکا او قطر د لس میلیارده ډالرو په ارزښت بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.
امریکا چې څه موده وړاندي یې قطر د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی، اوس یې له دې هېواد سره د تېلو، هوایي چلند او وسلو په برخه کې د شااوخوا لس میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي.
دا تړونونو امریکا ته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د سفر په ترڅ کې لاسلیک شوي دي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، په سپینه ماڼۍ کې د قطر د امیر تود هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې قطر غواړي په امریکا کې ډېره پانګونه وکړي او دا چاره به په یاد هېواد کې ډېر کارځایونه رامنځته کړي.
د دواړو حکومتونو له لوري په یوه ګډه بیانیه کې، ترمپ او شیخ تمیم د دواړو هیوادونو ترمنځ لوړې سطحې ته د ستراتیژیکو همکاریو د رسولو هوډ څرګند کړی دی.
امریکا اوقطر ددې تړونونو له لاسلیک خوښي ښودلې او دواړو لوریو په راتلونکي کې دښو روابطو هیله څرګنده کړې.
















