عباس ستانکزی:له امریکایانو سره به موافقه د مقتدرو هیوادونو په مخ کې اعلانیږي

کابل ټکی کام( جمعه، ۲۱چنګاش، ۱۳۹۸)
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي ویلي چې له امریکایانو سره به موافقه د اسیایي او اروپایي مقتدرو هیوادونو په مخ کې اعلانیږي.
ستانکزي له یوې جاپانۍ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي چې دی هیلمن دی ترڅو د جاپان په ګډون ځیني نور هیوادونه د امریکایي ځواکونو د وتلو په پروسه کې د ضامنینو رول ولوبوي.
“د موافقې د مسودې پر اساس، زموږ تر منځ به دا موافقه د ضامنانو په حضور کې اعلان شي. زه امید لرم چې مقتدر اسیايي او اروپايي هیوادونه به ضامنان وي. جاپان یو مهم هیواد دی، او ښايي د دې کار لپاره یو کاندید وي.”
ستانکزی وایي چې د امریکایي ځواکونو په حضور کې که انتخابات وشي دوی به بریدونه ورباندې وکړي او په ټکو یې چې دا انتخابات غیر مشروع دي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې د څه وخت لپاره رخصت دي او دواړه لوري د خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي.
ویل کیږي، د اووم پړاو خبرو په پای کې به دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسیږي او د ضامنینو په مخ کې به موافقه اعلان کړي.



