ترکیې؛ دامریکا له مخالفت سره سره له روسیې s_400 هوايي دفاعي سیسټم تر لاسه کړ

کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
ترکیې خبر ورکړی چې دوی د امریکا متحدو ایالتونو له مخالفت سره سره له روسیې نه اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سیسټم لومړنۍ برخه تر لاسه کړې ده.
د ترکیې دفاع وزیر په وینا د دغه سېسټم لومړنۍ برخه د جمعې پر ورځ انقره کې یوې هوايي اډې ته رسېدلې ده.
دغه چاره به د امریکا د غوسې لامل شي، چې وايي، ترکیه په یوه وخت دغه سېسټم او ایف – ۳۵ ډوله امریکايي جنګي الوتکې نه شي درلودلای.
ترکیه له امریکا سره په ناټو ټولنه کې ملګری هېواد دی، خو له روسیې سره یې هم نژدې اړیکي رامنځته کړي دي.
دغه راز ترکیې د ۱۰۰ ایف – ۳۵ جنګي الوتکو پېرلو له هوکړې سره سره په ایف – ۳۵ پروګرام کې درنه پانګونه کړې او ترک شرکتونه د دغې الوتکې ۹۳۷ پرزې تولیدوي.
بل لور ته دغه هېواد له امریکا او اروپا سره د اړیکو له خړ پړ کېدو وروسته پرلپسې پراخېدونکې خپلواکه دفاعي پالیسي هم پرمخ بیايي.
ترک حکومت له روسیې نه د دوه نیمو بلیونو ډالرو په لګښت اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سېسټم اخلي او د خپل پوځ یو شمېر غړي یې روسیې ته د روزنې لپاره استولي دي.
د امریکا دفاعي چارواکي وايي، اېس – ۴۰۰ ډوله هوايي دفاعي سیسټم د سیمې له پراخ ناټو هوايي سېسټم سره متضاد دی نوځکه یې دوی مخالفت کوي.
امریکا د روسیې او ترکیې په دغه تړون نږدې درې ونۍ وړاندې غبرګون ښودلی وو، ددې سیسټم له ترلاسه کولو وروسته امریکا تر اوسه څه نه دي ویلي، ویره ده چې داهېواد به دبندیزونو ترڅنګ دترکیې پروړاندې توند غبرګون وښیي.



