تيره مياشت نږدې “زر” دولتي منسوبين طالبانو سره يو ځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۲)

د روان کال په تيره جون مياشت کې له نهيم سوه زياتو دولتي منسوبينو خپلې دندې خوشې کړي او د طالبانو ليکو سره یوځای شوي دي.

طالبانو په یوه اعلاميه کې چې یوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم راليږلې ويلي، چې په تيره جون مياشت کې د کابل ادارې د بيلابيلو ادارو ۹۷۷ کارکوونکي ورسره یوځای شوي دي.

اعلاميه کې راغلي، چې دغه کسانو د هيواد په مختلفو ولايتونو کې په نظامي او ملکي دندو کې کار کاوه چې په وينا يې د دوی د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کميسيون په هڅو يې خپلې دندې پريښي او طالبانو ته ورغلي دي.

خبر زياتوي، یادو کسانو په زيات شمير غټې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او مهمات هم طالبانو ته وروړي دي.

اعلاميه کې طالبانو سره د یوځای شويو دولتي منسوبينو دنده، ځآی او شهرت هم خپور شوی.

اعلاميه زياتوي چې (داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چې نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي).

د طالبانو مشرانو هغو کسانو ته جايزې او انعامونه هم ورکړي چې له دولتي ليکو  وربيل شوي او طالبانو سره یوځای شوي دي.

طالبان د دعوت، ارشاد او جلب او جذب په نوم ځانګړی کميسيون لري چې په ټول هيواد کې فعال دی او هڅه يې دا وي چې د خپلو اړيکو، دعوتونو او بيلابيلو لارو له دولتي ليکو ملکي او نظامي کسان عسکر، پوليس، او اربکيان رابيل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button