کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
پاکستانۍ رسنۍ وایي چې ددې هېواد په لویو او وړو ښارونو کې سوداګرو د حاکم حکومت تحریک انصاف له لوري د لګول شویو ټېکسونو پر ضد کاربندیز کړی دی.
راپور وایي، ټولو سوداګرو کاروبارونه تړلي، او له حکومت څخه د وروستیو بندیزونو دلرې کېدا غوښتنه کوي.
دا کاربندیز د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې شوی دی او ګواښ یې کړی دی چې حکومت باید تر خبرو مخکې د دوی پر تجارتي مالونو لګول شوي ټیکسونه لرې کړي.
په ورته وخت کې د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې لاریونوالو ویلي چې لومړی وزیر عمران خان یې لیدنې ته ورغلی دی خو د دوی ټول وړاندیزونه یې نه دي اورېدلي.
دوی وایي تر هغو پورې له حکومت سره خبرې نه کوي څو پورې چې ټیکسونه لرې شوي نه وي.
کابل ټکي کام ته ځینو سرچینو تاید کړې چې دامهال په نږدې ټولو ښارونو کې مظاهرې روانې دي او دعمران خان خلاف قهرجن شعارونه ورکول کېږي، سرچینې وایي، که دسوداګرو غوښتنې ونه منل شي؛ کیدای شي کاربندیز د اوږدې مودې لپاره وغځول شي.
















