د بادغیس په امنیه قومندانۍ برید روان دی

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۲چنګاش، ۱۳۹۸)

د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو کې امنیه قومندانۍ ته څیرمه د یوه هوټل له دوانۍ څخه ډزې کیږي.

ویل کیږي د برید هدف امنیه قومندانۍ دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د برید مسؤلیت منلی دی.

نوموړي په خپل ټویټر لیکلي دي: “‏‎د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو امنیه قومندانۍ څنګ ته یوې ودانۍ ته داسلامي امارت فدایې مجاهدین داخل شوي چي دامهال پر قومندانۍ ناتار ډزې روانې دي”

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم منلې چې څو تنه بریدګر یوې ودانۍ ته ننوتلي او ډزې کوي.

تر اوسه د دې پیښې په اړه بشپړ مالومات نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button