ناټو وايي، افغانستان کې يې يو پوځي وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۲)

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت “ناټو” ويلي، چې نن يې په افغانستان کې يو پوځي وژل شوی دی.

ناټو د وژل شوي سرتیري د وژل کيدو په اړه څه نه دي ويلي خو وايي، چې د امريکا دفاع وزارت د پاليسۍ له مخې به يې په راتلونکو څلورويشت ساعتونو کې هويت په ډاګه کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه امريکايي پوځي به په کوم ځای کې وژل شوی وي خو تيره ورځ طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر توغنديز برید کړی و چې په وينا يې بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

وخت ناوخت په شپنيو عملياتو، د طالبانو په توغنديزو او وسله والو بريدونو کې بهرنيو ځواکونو ته زياته مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې یا پټه ساتي او یا خپل تلفات کم اعلانوي.

مربوطه مطالب

Back to top button