کابل ټکی کام( شنبه، ۲۲چنګاش، ۱۳۹۸)
امریکایي ولسمشریزو ټاکنو ته مخکښ نوماند او د ډونالډ ټرمپ سیال جو بایډین د امریکا د روانو جګړو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.
جو بایډن په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې په اړه ویلي چې دی به د افغانستان اتلس کلنه جګړه ختمه کړی او له دې هیواده به د امریکا پښې راسپکې کړي.
ده همدا راز د منځني ختیځ کړکیچ ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې دی به امریکا له دغو لانجو څخه راوباسي.
د بایډن په وینا چې واشنګټن د سعودي او یمن په جګړه کې هم رول لوبوي چې په خبره یې دی به دې ملاتړ او رول ته هم پای ټکی کیږدي.
جو بایډن په داسې حال کې د افغانستان د جګړې پر پای ته رسولو ټینکار کوي چې امریکا له طالبانو سره د افغانستان د شخړې په سیاسي حل خبرې کوي او له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د وتلو موافقه ورسره کړې ده.
















