له روسیې سره د ترکیې نزدیکت؛ امریکا یې مخالفه ده

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۲چنګاش، ۱۳۹۸)
وروسته له هغه چې ترکیې له روسیې څخه خپل دفاعي سیستم ترلاسه کړ، د امریکا غصه نوره هم زیاته شوې ده.
امریکا ټینګار کاوه چې ترکیه باید له روسیې څخه دا سیستم ونه پلوري خو ترکیه بیا وایي چې دا د دوی یوه اړتیا ده.
د امریکا په ګډون د ناټو ځینو نورو هیوادونو هم ترکیې ته ویلي وو، که د ناټو غړیتوب غواړی نو باید له روسیې څخه اس ۴۰۰ دفاعي سیستم وانخلی.
امریکا وايي چې ترکیه باید له دوی څخه دغه دفاعي سیستم اخستی وای خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې باور دی چې دوی ته د امریکا دفاعي سیستم کار نه ورکوي او په وینا یې که اړتیا پیښه شي نو د خپلو ملي منافعو د ساتلو په خاطر به له امریکا سره هم غوږونه وجنګوي.
اوس تازه د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي له ترکي چارواکو سره غږیدلی او په دې اړه یې بحث ورسره کړی دی.



