حزب الله:ایران کولی شي چې د یوې بمباردۍ په ترڅ کې اسرائیل له منځه یوسي

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۲چنګاش، ۱۳۹۸)

د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ویلي چې اسرائیل به په ډیره کمه موده کې د ایران د بمباردیو په ترڅ کې له منځه ولاړ شي.

دی وایي اسرائیل بې طرفه نه دي بلکې د ایران سره په جګړه کې ښکیلیدای شي.

نصرالله د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکیچ ته په اشارې سره ویلي، که امریکا پوه شي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اخ و ډب کې اسرائیل له منځه ځي نو امریکا ښایي په خپلو پریکړو بیا غور وکړي.

حزب الله ډله چې په لبنان کې فعالیت کوي، د ایران ملاتړ له ځانه سره لري او امریکا یې په ځینو مشرانو بندیزونه هم لګولي دي.

د یادونې وړ ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې ترینګلې کیږي او ډیر احتمال شته چې دواړه خواوې د یو بل ګریوان ته لاسونه سره واچوي.

ایران د امریکا لخوا سخت بندیزونه ګالي او د نورو بندیزونو لګولو خبر هم ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button