غورځنګ
د ولسمشر غني د دورې له پيل څخه وروسته بيا تر اوسه پورې په ارګ کې د فحشاء لپاره ستر کار روان دی، ان تر دې چې په د دغو فحشاوو په تر سره کولو کې تر ټولو ډېره او لويه ونډه د ولسمشر غني ده.
خو دلته به په دې اړه وغږېږو چې ولسمشر غني په ارګ کې د فحشاوو له تر سره کولو څخه څه هدف لري؟؟
د ولسمشر غني او له دې څخه مخکې د کرزي اداره د امريکايانو په لاسونو جوړه شوې اداره ده، کله چې امريکايانو يرغل کولو نو د يرغل له سترو اهدافو څخه يې يو هدف همدا وو چې په اسلامي سيمو خصوصاً په افغانستان کې فحشاء وو ته کار وکړي او داسې يې ترويج کړي چې د افغانانو له ځوان نسل څخه په همدې واسطه جهادي فکر او د ازادۍ فکر وباسي.
ټولې نړۍ ته معلومه او کره خبره ده چې په افغانستان کې ټول مېشت قومونه ځانونو ته د افغان نسبت کوي او عموماً ټول قومونه بيا په ازادۍ مين او د ازادۍ لپاره هر راز قربانيو ته تيار خلک دي،
په همدې پار امریکايان غواړي چې افغانستان په همدې چال لاندې کړي او په دغه غيرتي او په ازادۍ مين ولس کې د فحشاوو مراکز جوړ کړي، امریکايانو دفحشاوو د ترويج لپاره د ولسمشر غني تر واکمنۍ لاندې مشخص ټيمونه ټاکلي دي چې همدا ټيمونه فحاشۍ ته کار کوي.
د دغو ټيمونو له جملې څخه يو يې مشخص د ولسمشر غني د ارګ ټیم دی، چې په دې وروستيو کې يې فحاشۍ ته تر دومره کچې کار وکړ چې ځوانې او پېغلې جينکۍ يې په ترڅ کې د نظامي وزارتونو معينانې وټاکلې، د ښځينه وو دغه ټاکنې وروسته له هغه صورت نيسي چې وظيفه او دنده غوښتونکې ښځې د ارګ د ځناورانو ناروا او جنسي غوښتنې ومني، د دغو غوښتنو له منلو وروسته ځوانو جينکيو ته بيا لوړې څوکۍ او دندې ورکول کېږي.
فحشاوو ته د ولسمشر غني دغه کار وروسته له هغه زور ونيو کله چې يې د ډيموکراټيکو ځوانو کادرونو تر نامه لاندې هغه ځوانان په دندو وګومارل چې يا خو يې په امريکايي پوهنتونو کې زده کړې تر سره کړې وې او يا يې هم ښځې امريکايۍ او يا عيسايڼې وې او يا يې هم امريکا ته په غلامۍ کې دومره خلوص درلود چې په هېڅ صورت يې د امریکا ګټې ته د زيان او تاوان رسول نه غوښتل، دغه ډول خلک چې په سکالر شيف بورسونو کې بهرنيو کفري هېوادونو ته ځي او بيا د هماغه هېواد مفکوره، عقيده او هر څه راوړي او پر افغان ولس يې تحميلول غواړي، افغان او مسلمان هېڅ اصل ته قائل نه دي.
د دغه ډول خلکو له مقررۍ او ټاکلو څخه ولسمشر غني همدا هدف درلودلو،چې کله که دی او د ده ټيم فحشاء ته کار کوي نو بايد په حکومتي سطحه يې هېڅوک هم مانع نشي. چې اوس حالات همداسې روان دي،
په دولتي سطحه د دغه ستر او نه بښونکي جنايت په اړه هېڅوک هم غږ نه کوي، مګر يوازې ځينې هغه ښځينه چې دغه ډول ناروا غوښتنې ورڅخه شوي وي او نه يې وي منلې؛ د حکومت د دغه جنايت پر وړاندې يې خولې خلاصې کړي او په رسنيو کې د ولسمشر غني د زاني ټيم پر ضد څرګندونې پيل کړي دي.
نو په ځغرده ويلای شو چې ولسمشر غني ته دغه پلان د امريکا له لوري ورکول کېږي، او امریکا په دې واسطه غواړي چې د افغان ځوان نسل ټوله توجه فحشا او جنسي خواهشاتو ته واړوي. چې په دې واسطه به بيا له افغانانو څخه جهادي فکر ختم او ځای به يې د خواهشاتو فکر ته پرېښی وي.
د ارګ دغه اقدام هغه څه دي کوم چې امريکايانو او نورو کفارو غوښتل چې په افغانستان کې يې تر سره کړي، چې دا دی د امریکايانو دغه پلان او هدف ته د ولسمشر غني ټيم د عمل جامه ورواغوستله.

















