پکتیکا: خوشامند ولسوالۍ دوسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې

کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

د پکتیکا ولایت له خوشامند ولسوالۍ څخه ځايي اوسیدونکي وایي چې دا ولسوالۍ له سختې نښتې وروسته دوسلوالو طالبانو لاسته لوېدلې.

دولتي چارواکي بیا له دې ولسوالۍ څخه خپله تېښته تاکتیکي شاتګ بولي، خو طالبانو ویلي چې دا ولسوالي دوی نیولې ده.

د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال ایمل نیازی وایي، پرون مازديګر وسله والو طالبانو پر خوشامند ولسوالۍ ډله ييز بريد کړی دی چې دوی تاکتیکي شاتګ کړی دی او بېرته یې نن سهار نیولې ده.

خو د ولايتي شورا غړی عزيز عزيز وایي، يادې ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو د نه همغږۍ او د طالبانو د پرله پسې بريدونو له امله سقوط کړى دى، چې اوس هم دطالبانو په لاس کې ده .

عزيز تور پورې کړ چې ډېرى وخت ملي اردو په جګړو کې له پوليسو څخه ملاتړ نه کوي نو ځکه سيمې سقوط کوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې خوشامند ولسوالۍ له ډېرې مودې راهيسې د طالبانو له لوري کلابنده وه او پرون له يوې لنډې نښتې وروسته د دوی لاس ته ورغلې ده.

طالبانو دخپلو پسرلنیو عملیاتو له اعلان وروسته خپلې حملې تیزې کړي چې په نتیجه کې یې ډېری سیمې او ولسوالۍ ددوی لاس ته ورغلي.

مربوطه مطالب

Back to top button