دوستم؛ دولسمشر او ملي امنیت له اجازې پرته دجګړې لومړۍ کرښې ته تللی

کابل ټکی کام (شنبه ، ۲۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

د ګډ دولت د مشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د ملي امنیت شورا او حکومت مشر محمد اشرف غني له اجازې پرته د جګړې لومړۍ کړښې ته تللی دی.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج ویلي، دوستم د قوش تپې د سقوط په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یاد ولایت ته سفر کړی دی.

ته ینج ویلي، له شمالي سیمو په ځانګړې توګه، جوزجان ولایت سره دمرکزي حکومت له لوري سیاسي برخورد کېږي.

د هغه په خبره، وخت ډېر نازک وو ځکه یې اجازه هم نه ده اخیستې چې دی باید جګړې ته ولاړ شي که نه؟

دوستم تر دې وړاندې هم یو ځل د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وو خو په هغه وخت کې یې پخپله ویلي وو چې د ولسمشر په اجازه تللی دی، خو دا ځل یې له هیچا سره په دې اړه همغږي نه ده کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button