کابل ټکی کام(جمعه، ۲۸ چنګاش، ۱۳۹۸)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا مهال په واشنګټن کې دی او له طالبانو سره د روانو خبرو په اړه د کانګریس له غړو او نورو لوړپوړو امریکایي چارواکو سره سلا مشورې کوي.
خلیلزاد په واشنګتن کې له مشهور سناتور”ډیک ډربین” سره هم لیدلي او هغه له ده سره د لیدنې په اړه په خپل ټویټر لیکلي: “له خلیلزاد سره مې لیده کاته وکړل، د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږد جنګ دی، زه د خلیلزاد له هغو ټولو هڅو ملاتړ کوم چې د افغان کشالې سیاسي حل پکې پروت وي”
خلیلزاد په داسې حال کې واشنګټن ته تللی چې د دوی او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې د یو څه وخت لپاره دریدلي او دواړه لوري له خپلو مشرانو سره جریان شریکوي او نوې مشورې ترې اخلي.
خلیلزاد تر دې وړاندې چین ته تللی وو او هلته یې له چینایي چارواکو سره د روانو خبرو په اړه بحث کړی دی.
داسې ښکاري چې د اووم پړاو په پای کې به طالبان او امریکایان یوې هوکړې ته ورسیږي او د نړیوالو ضامنینو په مخ کې به موافقه اعلان کړي.
















