ایران: د امریکا ادعا ناسمه ده، زموږ بې پیلوټه الوتکه نه ده ویشتل شوې

کابل ټکی کام( جمعه، ۲۸چنګاش، ۱۳۹۸)
ایراني چارواکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې امریکا د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
ایراني رسنیو د دې هیواد د پوځ د ویاند جنرال ابوالفضل شکارجي له قوله ویلي چې په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د دوی ټولې الوتکې خوندې خپلو اډو ته رسیدلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي هم په خپل ټویټر د خپلې الوتکې ویشتل ناسم خبر بللی دی او ویلي یې دي چې په هېڅ کوم ځای کې دوی الوتکه له لاسه نه ده ورکړې.
د یادونې وړ ده چې ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه چې د پنجشبې په ورځ وروسته له هغه د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه د دوی لخوا په نښه شوه چې د امریکا یوې جنګي بیړۍ ته ۹۱۴ متره نږدې راغلې وه.
ټرمپ دا ادعا وروسته له هغه کړې چې څه وخت مخکې ایران هم په خپله خاوره کې د امریکا ډرون الوتکې ویشتلې وه خو امریکا بیا ویل چې د دوی الوتکه په نړیوالو اوبو کې په نښه شوې ده.



