څېړنه: په اوس وخت کې د ځوانانو د خفګان اصلي عامل ټولنیزې رسنۍ او تلویزون دی

په کاناډا او اسټرلیا کې یو تازه څیړنه ښي چې هغه ځوانان چې ټولنیزو رسنیو او تلویزون ته زیات وخت ورکوي په خفګان زیات اخته کیږي.
پخوا هم ځينې څیړنو دا ثابته کړي وه چې تلویزون ته زیات کښیناستل په رواني حالت منفي اغیز کوي خو دا لومړی ځل ده چې دا څیړنه ښي چې د ۱۴ او ۱۹ کلونو تر مینځ ځوانانو کې خفګان اصلي عامل ټولنیزې رسنۍ او تلویزون یاد شوی، دغه څېړنه په ۳۸۲۶ تنکیو ځوانانو تر سره شوي چې عمرونه یې د ۱۴ او ۱۹ کلونو تر مینځ وه، دغې څیړنې ۶ کاله وخت اخیستي، په دې کې هغه هلکان او نجوني چې ډیر وخت يې ټولنیزو رسنیو ته ورکړي وه ډیر سرمغزن معلومیدل په معمولي خبره غصه کیدل، وړه خبره په ځان بده ګڼل، بې پروايي، لویانو ته په سپکه کتل دا يې لوی نښي وي.
دغه څیړنه کې هغه ځوانان ته هم اشاره شوي چې په ټوله ورځ کې یو ساعت ټولنیزو رسنیو ته ورکړي وه، په هغو يې هم بد اثر کړي وه، دغه څیړنه په جاما پيډریاټکس ورځپاڼه کې په پوره وضاحت سره نشر شوي.



