کابل ټکی کام (جمعه ، ۲۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
سرچینې وايي چې د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې ډېر شمېر استازو د خپلې کاري دورې له پای وروسته، څه باندې ۱۴۰۰ میله وسله او نور دولتي امکانات له ځان سره وړي، له سپارلو یې انکار اوتیښته کوي.
د سرچینې په وینا دغو استازو وسلې، د سیګنالونو د پرې کولو دستګاوې، د امنیتي ځواکونو رنجر موټر او همدا ډول زغروال موټر له ځان سره وړې دي.
د ولسي جرګې د دارالانشا مرستیال وايي، تر اوسه له ډېرو پخوانیو استازو سره خبرې شوي چې دولتي وسایل اوسنیو وکیلانو ته وسپاري خو دوی لاهم مثبت ځواب نه دی ویلی.
د ولسي جرګې د دارالانشا مرستیال رحیم الله غالب په دې اړه وویل:«کابو ۶۵۰ تر ۶۵۸ میله وسله، اوولس پایې جمر اوځینې نور واړه امکانات له دوی سره پاتې ده.
نوموړي د موټرو او نورو څيزونو په اړه چې وویل، موږ دا د هغوی په واک کې نه دي ورکړي. البته موټر او نور شیان له خپلو شخصي شیانو او هغه نفوذ چې په حکومت کې یې لره، ښايي له کورنیو چارو وزارت او یا بل ځای څخه یې ترلاسه کړي وي.
دا سرچینې وايي، له شلو زیات رنجر او دوه زغروال موټر هم له پخوانیو استازو سره دي، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیا د دې دولتي امکاناتو د بېرته اخیستو په اړه د هڅو له پیل خبر ورکوي.
افغانان له پخوانیو وکیلانو سره ددولتي امکاناتو شتون په بد پال نیسي، دوی وایي، که دولت وسلې او نور امکانات بېرته راغونډ نه کړي؛ دا به ډېر بد عواقب ولري.
یاده دې وي چې دوه میاشتې وړاندې دکورنیو چارو وزارت ددغو امکاناتو د راغونډېدا خبر ورکړ، خو تراوسه په دې نه دي توانېدلي، دا بعیده نه ده چې پخواني وکیلان دډېرو دولتي امکاناتو په څېر دا هم دځان کړي.


















