پاچا سلمان سعودي ته د امريکايي پوځيانو د ورتګ هرکلی کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲۹)

وړمه ورځ امريکايي رسنيو د چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د ټرمپ د پريکړې پر اساس به سعودي عربستان ته ۵۰۰ نور امريکايي پوځيان واستول شي.

تازه د سعودي د بهرنيو چارو وزارت له لوري د امريکا د دغه ګام هرکلی شوی او په یوه یوه خبرپاڼه کې يې ويلي، چې د امريکا او سعودي د ګډې همکارۍ او په سيمه کې د امنيت ساتلو په موخه پاچا سلمان د امريکايي ځواکونو د راتګ هرکلی کړی.

له ۱۹۹۰ راهيسې کله چې د امريکايي ځواکونو له خوا له کويته د عراقي ځواکونو پرضد عمليات وشول له همغه وخت راهيسې امريکايي پوځيان په سعودي کې پاتې شول.

دغه راز د عراق له جګړې وروسته له ۲۰۰ زیاتې جنګي الوتکې د سعودي پلازمينې رياض په اتيا کيلو مترۍ کې د شهزاده سلطان بن عبدالعزيز په هوايي اډه کې پاتې شوې.

ويل کيږي، چې دغه نوي پوځيان به هم د شهزاده سلطان په پوځي اډه کې ميشت شي.

په وروستيو کې د امریکا او ایران تر منځ اړيکې ترينګلي شوي چې وړمه ورځ امریکا د يوې ایرانۍ بې پيلوټه الوتکې د غورځولو ادعا وکړه خو ایران رد کړه، همدارنګه پرون د خليج په اوبو کې ايراني ځواکونو د برتانيې یوه تيل وړونکې بيړۍ هم نيولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button