ليکوال : جنرال صفی الله هوتک
په دې ليکنه کې زه نه غواړم چې د بې پيلوټه الوتکو په تاريخچې ، جوړښت او د فعاليت په څرنګوالي بحث وکړم، يوازې غواړم هغه تدابير په ګوته کړم چې په عملي کولو سره يې چريکي جنګيالي کولای شي د دغه الوتکو له څار او بمبار څخه ځان وساتي، دغه تدابير په لاندې ډول دي :
- له عقيدوي پلوه د امنيت په اهميت پوهاوی :
چريکي جنګيالي بايد له عقيدوي پلوه د خپل ځان ، خپلو ملګرو او خپلې ډلې د امنيت ساتنې په اهميت وپوهيږي ، لازم معلومات يې په اړه ولري او له عقيدوي پلوه يې خپله محکمه دنده وګڼي.
- عسکري پوهه :
چريکي جنګيالي بايد لازمه عسکري پوهه ولري، په ځانګړې توګه د مقابل جهت پوځي ټکنالوژۍ ته په کتو د هجومي او دفاعي جګړه ايزو تکتيکونو او د دې تکتيکونو څخه د استفادې په امنيتي او استخباراتي اړخ کې .
- انضباط :
چريکي جنګيالي بايد په يو پياوړي نظم او انضباط کې ژوند وکړي، پخپل وخت اوامر عملي کړي، خطرات درک کړي، په مقابل کې يې بشپړه آماده ګي ولري، پخپل وخت اقدام ترسره کړي او له غافلګيري څخه ځان وساتي.
- امنيتي احساس :
چريکي جنګيالي بايد پياوړی امنيتي حس ولري، د خپل ځان او خپل ګروپ امنيت ته متوجه وي، خپلې ليکې ، خپله شاوخوا او خپل دښمن تر څار لاندې ولري، مشکوک اشخاص او مشکوک حرکتونه پخپل وخت کشف کړي ، کنترول او مخنيوی يې وکړي.
پاملرنه : له عقيدوي پلوه د امنيت په اهميت پوهاوی د فکري او عقيدوي دورو له لارې زياتيدای شي. او عسکري لازمه پوهه په پوځي روزنتونونو کې د عسکري دورو او د نظامي مسؤلينو له لوري په دوامداره توګه د خپلو افرادو د تربيت له لارې لاسته راتلای او زياتيدلای شي. همدغه راز د چريکي جنګياليو تر منځ پياوړی نظم او انضباط وخت او شرايطو ته په کتو د معياري رهنمودونو او د مکافاتو او مجازاتو د پياوړي سيستم له لارې تأمينيدای شي او په چريکي جنګياليو کې بيا امنيتي حس د دوامداره امنيتي او استخباراتي هر اړخيزو دورو په ترسره کولو لوړيدلای شي.
- امنيتي اجرائات :
چريکي جنګيالي بايد د بې پيلوټه الوتکو له څار او بمبار څخه د ځان ، خپلو ملګرو او خپلې ډلې د ساتنې په موخه لاندې امنيتي اجرائات ترسره کړي :
الف : خپلو ليکو ته د مقابل جهت د جاسوسانو د نفوذ مخنيوی : چريکي جنګيالي بايد هر څوک له امتحان او تزکيې څخه پرته له ځان سره ملګري نکړي او خپلو ليکو ته د استخدام لپاره بيلابيلې امتحاني مرحلې او فلترونه رامنځته کړي.
ب : له خپلو ليکو څخه د مقابل جهت د استخدام مخنيوی : چريکي جنګيالي بايد تل پخپلو افرادو نظر وساتي او د مقابل جهت له افکارو او اشخاصو سره خپل جنګيالي تماس ته پرينږدي، خاصتاً هغه کسان چې له فکري پلوه متزلزل وي، داسې کسانو ته بايد مهمې او حساسې دندې هم په لاس ورنکړل شي.
ج : د خپلې شاوخوا څارل : چريکي جنګيالي بايد عمومي استخباراتي سيستم ولري او د دوی تر واک لاندې او نفوذ ساحو کې بايد د دوی استخباراتي سيستم فعال وي. دا استخباراتي سيستم بايد خپله شاوخوا هميشه تر څار لاندې ولري، هغه اشخاص چې بالفعل پرې د جاسوسۍ شک وي، يا يې بالقوه د جاسوس کيدو امکان وي، مثلاً په مختلفو جرمونو کې ککړ مفسد اشخاص، يا په مقابل جهت کې د نيږدې خپل خپلوانو لرونکي په ځانګړې توګه د مقابل لوري په امنيتي او استخباراتي برخه کې، دوی بايد دغه کسان وڅاري، له دوی سره له کاري اړيکو ډډه وکړي، د دوی له کورونو او ځايونو څخه استفاده ونکړي او له دوی څخه رازونه او اسرار وساتي. همدغه راز چريکي جنګيالي بايد د مشکوکو اشخاصو د څارنې لپاره پټې او ښکاره د څار پوستې او سيارې ګزمې ولري .
د : له نقليه وسايطو سره احتياط : چريکي جنګيالي بايد د خپلو نقليه وسايطو ظاهر هميشه بدل کړي، په اعتمادي مستريانو يې عوارض ترميم کړي، په مشکوکو ځايونو کې يې ونه دروي او کوم ځای يې چې دروي هلته بايد د پهرې لپاره يو څوک ورته مؤظف کړي. تر څو څوک د بې پيلوټه الوتکو سره تماس لرونکي د جاسوسۍ آلات پکې ځای پر ځای نکړي.
هـ : چريکي جنګيالي بايد پر سرخلاصو ځايونو کې له لويو تجمعاتو او ډلئيزو تحرکاتو څخه ډډه وکړي، په دې معنی چې نه په يو ځای کې ډير سره راټول شي او نه په ډلئيز ډول له يو ځای څخه بل ځای ته حرکت وکړي په ځانګړې توګه هغه وخت چې په هوا کې بې پيلوټه الوتکې ګرځي او که لږ حرکت هم کوي په داسې ډول بايد حرکت وکړي چې مقابل لوری يې تشخيص نشي کړای چې دا چريکي جنګيالي دي.
و: کله چې بې پيلوټه الوتکې په هوا کې ګرځي چريکي جنګيالي بايد خپله وسله پټه کړي او د خپلو اوسیدلو په ځايونو کې هم داسې علایم پرینږدي چې د دوی په اوسيدو او تجمع دلالت وکړي.
ز : چريکي جنګيالي بايد د خپلو اوسيدو په ځايونو کې له سمڅو او د خپلو مرکزونو تر منځ د حرکاتو لپاره له تونلونو څخه کار واخلي.
ح : چريکي جنګيالي بايد د مقابل جهت په پوستو او مرکزونو د لويو هجومونو په وخت کې د خپلې ستر او اخفاء لپاره له طبيعي سواترو لکه : ځنګلونو، باغونو ، فصلونو ، ويالو ، کاريزونو او ودانيو څخه کار واخلي. همدغه راز له مصنوعي سواترو لکه هوا ته د ډير دود له توليد څخه کار واخلي. همدغه راز چريکي جنګيالي کولای شي چې د مصنوعي ساتر په توګه د الوتکو له څار څخه د ځان ژغورلو په توګه د زيات دود له توليد څخه کار واخلي. او زيات دود د ټايرونو ، ربړونو او نفتي موادو له سوځولو څخه لاسته راتلای شي، همدغه راز د برقي جنراتورونو په واسطه د دود د توليدولو له هغه طريقې څخه چې د سوريې او عراق په جنګونو ترې کار اخيستل شوی هم استفاده کولای شي.
له مختلفو خواوو څخه د ډير دود توليد چې په اسمان کې يوه وريځ غوندې ترې جوړه شي د الوتکو له څار څخه د چريکي جنګياليو د لويو تحرکاتو او تجمعاتو د مخفي کولو تر ټولو ښه لاره ده . برابره خبره ده که شپه وي او که ورځ !
همدغه راز چريکي جنګيالي بايد د مقابل لوري د ورځنيو تعرضي عملياتو او شپنيو چاپو په وړاندې د خپل ستر او اخفاء لپاره له طبيعي او مصنوعي سواترو څخه کار واخلي او مخکې له مخکې بايد چمتووالی ولري .
ط : کله چې چريکي جنګيالي احساس کړي چې کوم پياده ټولی يا موټر يې د بې پيلوټه الوتکې تر څار لاندې دی او د بمبار له خطر سره مخ دی بايد فوراً له موټر څخه مختلفو خواوو ته ټوپ کړي، ځکه بې پيلوټه الوتکه په يوه وخت کې متعدد اهداف نشي په نښه کولای. همدغه راز د خطر پر مهال د کورونو او مرکزونو د تخليې لپاره هم له مختلفو لارو څخه کار واخلي او له يوې لارې يې خالي نکړي، خو بهتره دا ده چې چريکي جنګيالي په کورونو او مرکزونو کې دننه حفاظتي سمڅې ولري او بهر ته يې تونلونه ترې باسلي وي ، د کوم خطر پر مهال سمڅو ته ښکته شي او د تونلونو او سمڅو له لارې له خپلو کورونو څخه بهر شي. دا تر ټولو خوندي طريقه ده .
ی : د شپنيو چاپو پر مهال بې پيلوټه الوتکې ، څرخکې او بم غورځوونکې الوتکې چې د شپې ليد په وسايلو سمبال وي ، چريکي جنګيالي بايد په سرخلاصه فضا کې له هر ډول حرکاتو څخه ډډه وکړي، د حرکت لپاره له سمڅواو تونلونو څخه کار واخلي. که چيرې په سرخلاصې فضاء کې حرکت وکړي يو يو په نښه کيدای شي. بله دا چې د شپې حرارتي دوربينونه يې په آسانه پيدا کولای شي نو سمڅې او تونلونه يې د حفاظت يوازينۍ لاره ده او د حرارتي دوربينونو په وړاندې طبيعي سواتر لکه ونې او باغونه او ځنګلونه هم کار نه ورکوي.
د ونو، باغونو، ځنګلونو او فصلونو په نسبت په بيړني حالت کې په اوبو کې ځان غوپه کول او يا د يخ په کنګل کې د ځان پټول ډير ګټور ثابتيدای شي ځکه د انسان د حرارت عادي درجه ښکته کوي او حرارتي دوربينونه يې نشي تشخيصولای.
ک : چريکي جنګيالي بايد هغه کورونو ، مرکزونو او نورو ځايونو ته چې دوی د اوسيدلو لپاره ډير وخت ترې استفاده کړې وي او زيات مشهور وي له ورتګ څخه ډډه وکړي ، که شپه وي او که ورځ بايد له تجمع څخه پکې ځان وساتي.
ل : چريکي جنګيالي بايد له موبايلونو او نوو او زړو مخابرو څخه استفاده ډيره محدوده کړي، د موبايلونو له استعمال څخه خو بايد بيخي ځان وساتي او که د استعمال ډير ضرورت يې وي نو د خونديتوب ټولې هغه لارې چې په امنيتي او استخباراتي دورو کې ښودل کيږي مراعات کړي او کومې نوې لويې او وړې مخابرې چې استعمالوي په هغو کې بايد د جي پي اس له نشتوالي او له کمپنۍ سره يې له عدم وصل څخه ځان مطمئن کړي. همدغه راز چريکي جنګيالي بايد په خپلو ساحو کې د ټليفوني شبکو فعاليت محدود کړي او د خپلو ضروري اړيکو لپاره له زړو او پخوانيو طريقو څخه کار واخلي.
م : د چريکي جنګياليو استخبارات بايد د بې پيلوټه الوتکو هر بريد وڅيړي او تر ممکنه حده کوشش وکړي چې عوامل يې معلوم کړي، امنيتي خاليګاوې معلومې کړي او له نظامي مسؤلينو سره په شريکولو يې په راتلونکي کې د مخنيوي لارې چارې ولټوي.
ن : د چريکي جنګياليو سياسي څانګې بايد د خپلو خارجي روابطو له لارې کوشش وکړي چې د دوی د مقابل جهت له رقيبو سيمه ايزو او نړيوالو جهتونو څخه د هوايي دفاع چريکي سيسمتونه ترلاسه کړي او هغه آلات ترلاسه کړي چې د بې پيلوټه الوتکو اړيکې له خپلو مرکزونو سره منحرفوي او څپې يې کشفوي او که چيرې د داسې وسايلو انتقال د دوی تر لاس لاندې سيمو ته سخت وي نو ټکنالوژي يې ترې وغواړي او خپل ماهر او تجربه لرونکي اشخاص له دې ټکنالوژۍ څخه د استفادې په برخه کې پرې وروزي. په دې اړه په غزه کې د چريکي جنګياليو پوځي صنعت يو ښه مثال کيدای شي، د غزې ساحه ډيره محدوده ده او اسرائيل د دوی په وړاندې د هيڅ ډول بې انډوله پوځي قوت له استعمال څخه مخ نه ګرځوي ، شاوخوا ټولې هوايي او زمينې لارې يې پرې تړلې دي خو بيا هم غزه وال د هغه پوځي ټکنالوژۍ په مټ چې د اسرائيلو له مقابلو او رقيبو جهتونو څخه يې اخيستې هم په غزه کې سوق دهنده او تخريبي چاوديدونکي مواد جوړوي ، هم د لرې واټن ويشتونکي ميزايل او هم بې پيلوټه الوتکې جوړولای شي.
همدغه راز په ډيره محدوده او محصوره ساحه کې د سمڅو او تونلونو په مټ د اسرائيلو د بې پيلوټه الوتکو له سيستم څخه چې د نړۍ يو پرمختللی سيستم دی خپل مشران او خپل اهداف ژغوري .
پايله
که چيرې چريکي جنګيالي پورتني تدابير او امنيتي اجرائات عملي کړي، تر ډيره بريده د بې پيلوټه الوتکو او شپنيو چاپو څخه چې دوی له داسې څرخکو ، الوتکو او ځانګړو ځواکونو څخه پکې کار اخلي چې د شپې ليد په وسايلو او ليرزري وسلو سمبال وي ځانونه ژغورلای شي، خپل تلفات بيخي محدودولای شي او کولای شي چې د عملياتو او شپنيو چاپو پر مهال مقابل جهت وارخطا کړي، تعرضي حالت يې په دفاعي بدل کړي، پخپله له دفاعي حالت څخه په تعرضي حالت کې قرار پيدا کړي او د مقابل جهت يوازينۍ هغه وسيله چې يو څه تمه ورته لري او هغه بې پيلوټه الوتکې او ځانګړي ځواکونه دي له بشپړې ناکامۍ سره مخ کړي.


















