غورځنګ
دا چې د امريکايانو او طالبانو تر منځ په دې اونۍ کې د هوکړه ليک د لاسليک کولو او د يوې تاريخي پرېکړې د تر سره کولو اوازې او انګازې دي او د همدا خبر د رسنيو سرټکی هم دی؛ خو دا پرېکړه لیک طالبان خپل ستر بری بولي او همداشان يې امريکايان هم خپله تاريخي لاسته راوړنه بولي، نو په دې ليکنه کې به هغه څه ولیکو چې له اړخه يې دغه کېدونکی پرېکړه لیک معلوم شي چې رښتيا هم دغه پرېکړه د طالبانو ستر بری دی او که د امريکايانو لپاره ستره او تاریخي لاسته راوړنه ده.
کله چې امريکايانو په لومړي سر کې پر افغانستان باندې يرغل تر سره کړ نو اوازه يې خپره کړه چې د طالب لپاره د ځمکې پر سر د اوسېدلو حق نشته بلکې د ځمکې تل ورته ښه دی، يعنې په هېڅ صورت به د طالب جسد د ځمکې پر په داسې حال کې نه پرېږدو چې ژوند وکړي. دغه غږ په افغانستان کې شمال ټلوالې، په چم او ګاونډ کې ټولو هېوادونو، مطلق ټولو نړيوالو مسلم او غير مسلمو ځواکونو ورسره بدرګه کړ او نسبتاً ټولې نړۍ په يوه خوله دغه غږ ورسره بدرګه کړ، ان تر دې چې ګاونډيو ملکونو د خپل ځان له ډاره امریکا او نړيوالو ته د دې لپاره نظامي اډې ورکړې تر څو دوی هم د طالبانو په لیکه کې شامل نه کړي.
خو دا چې د الله ج اراده او د انسان اراده خورا جوت توپير لري، نو الله ج بل څه غوښتي وو، کنه په ظاهراً خو د امريکا او ناټو دغه خبره سهي هم ښکارېدله او داسې ګومان نه بلکې يقين وو چې د طالب نوم به بيا څوک په خوله هم وانه خلي، يعنې د طالبانو پنځه کلنه واکمني يوازې يو خوب او خيال وګرځېدله او بيا راتګ يې ناشونی او محال وبلل شو.
خو دا چې د نړۍ هر سوپر طاقت الله ج د افغانانو په لاسونو ماتوي نو امریکا ته هم الله ج دغه اراده فرمايلې وه. او له افغانانو سره په یوه ناپايانه او اوږده جنګ کې ښکيله او ورسره په څنګ کې ناټو هم په همدغه نا انډوله جګړه کې راونغښتله.
د طالبانو مبارزه بلکل له صفري حالته پيل او بيا د سلو خواته روانه شوه، چې دا دی د الله ج په مطلق نصرت سره تر دې حده پورې ورسېدله چې امريکا ورته د مذاکراتو د ترسره کولو بلنه ورکړله او اوس ورسره په مذاکراتو بوخته ده او ان تر دې چې د دوو مهمو مسئلو پر به په روانه اونۍ کې هوکړه هم تر سره شي.
لنډه دا چې الله ج د طالبانو بری غوښتی وو او دا دی وخت يې هم راورسېده، نو اوس که چېرته طالبان د دغه پرېکړه لیک تر سره کېدل او لاسليک کېدل خپل بری بولي او کنه! خو ټوله نړۍ په دې باندې پوهېږي چې هوکې دا د طالبانو بری دی. ځکه چې امريکا تقريباً په خپل څلور سوه کلن کم او زيات تاريخ کې ډېر زيات جنګونه تر سره کړي دي خو له هېڅ يوه مقابل لوري سره يې مذاکرات نه دي کړي او اوس يې په زياتو اسلامي او کفري ملکونو کې نظامي اډې شته، چې خال خال جنګونه هم پرې تر سره کېږي خو د يوه ملک له جنګي قوت سره يې هم چاته د مذاکراتو او يا هم پرته له جنګه د بديلې لارې د لټولو خبره نه ده کړې او نه يې هم داسې له چا سره منلې چې ګواکې خپل نظامي عسکر به له هماغه ملک او هېواد څخه وباسي. خو يوازېنی قوت طالب دی چې امريکايان يې له خپلو سرو کرښو څخه دومره تنزل ته اړ کړل چې اوس يې د خپلو نظامي قوتونو وېستل هم طالبانو ته ومنل.
دغه شان که فکر وکړو نو بيا به هم دغه پرېکړه او يا هم د مذاکراتو د پايلې تړون د طالبانو تاريخي او نه هېرېدونکی بری وي ځکه چې له امريکا سره تقريباً له نظامي لحاظه تر ټولو د قوي هېوادونو په شمول په لسګونو هېوادونه نور هم دي نو مذاکراتو ته د دومره لويو لسګونو قوتونو قائلول څه دومره وړه خبره نه ده.
خو دا چې امريکايان هم دغه تړون او سوله خپله لويه لاسته راوړنه بولي. نو هغه له دې امله چې که چېرته امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدلو هڅه وکړي نو ورځ به يې له بلې بد تره وي او بلکل به قرار ونه مومي، يعنې هر وخت به په افغانستان کې له خونړيو بريدونو سره مخ وي او امريکا چې کوم جمهوريت په افغانستان کې راوستلی دی؛ هغه افغانانو ته کله د منلو وړ دی؟؟
بل دا چې امريکا چې کله هم خپلو کلنيو هغو مصارفو ته حساب وکړي کوم چې په افغانستان کې په جګړه باندې لګېږي نو هغه تر اټکل اوړي او امريکا ته هغه د چا خبره تر ټولو لويه د ټېنشن مسئله هم همدا ده. چې دغه امریکا ډېره ځوروي.
نو په پای کې وايو چې دغه سوله او مذاکرات د طالبانو ستر بری هم دی او د امريکايانو لپاره له هغه وخت او حالت څخه غوره ځکه دی چې هغه وخت به بيا له امريکايانو سره د مذاکراتو چانس نه وي بلکې يوازې د وتلو او د تېښتې چانس به وي. چې دا به بيا د دوی لپاره ستره رسوايي وي.


















