د ملا برادر په ګډون د طالبانو یوه پلاوي د اندونیزیا له مرستیال ولسمشر سره لیدلي

کابل ټکی کام( شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸)

له قطره د طالبانو یو پلاوی چې تیره ورځ یې اندونیزیا ته سفر وکړ، نن یې هلته د کوربه هیواد له مرستیال ولسمشر “یوسف کالا” او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

دواړو لوریو د افغان سولې تر څنګ پر ځینو نورو موضوعاتو هم بحث سره کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نن ماخستن د اندونیزیا د مرستیال ولسمشر په کور کې ورغلي طالب هیئت ته میلمستیا شوې ده

مجاهد لیکلي:”‏محترم ملا برادر اخند او ملګری هیئت ته یې نن ماښام د اندونیزیا هېواد د جمهور رئیس مرستیال یوسف کالا لخوا د هغه په کور کې میلمستیا شوې.
په یاده میلمستیا کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په ګډون نور لوړ رتبه دولتي چارواکي هم ګډون لري.”

له ملا برادر اخوند سره په دې پلاوي کې اووه کسان ګډون لري چې ملا عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخوا، سهیل شاهین، عبدالسلام حنفي، امیرخان متقي، ملا نورالله نوري، او مولوي سید علي پکې شامل دي.

مربوطه مطالب

Back to top button