په انتخاباتو او جمهوري نظامونو کې جمهور رئيس څه ډول شخص وي؟؟؟

غورځنګ

له کومه وخته چې صليبي جګړې پای ته رسېدلي دي اوګټې يې مطلقې صليبيانو ته رسېدلي دي، خو کله چې صليبي جنګونه پای مومي نو صليبيانو فکر وکړو چې له مسلمانانو سره خو په نظامي ډګر کې هېڅ مقابله او جګړه نه کېږي،خو راځئ! د مسلمانانو پر وړاندې د نظامي لارې يوه داسې بديله لاره غوره کړو تر څو مو نظامي تلفات هم نه وي او مسلمانان مو هم په لومه کې راګير کړي وي او پر مسلمانانو هر اړخيز تسلط ولرو.

نو ددې لپاره صليبيانو هر اړخيزې هلې ځلې پيل کړې او هغه د يونان د پخوانيو پوهانو ارسطو، افلاطون، سقراط، اريستوپان او نورو پوهانو کتابونه يې راواخيستل او  هغه د خپلې ګټې مواد یې ورڅخه راواخيستل، چې په دغه ترتيب يې له هماغو کتابونو څخه په اقتباس اخيستنې سره د جمهوري نظام بنياد کېښود او د دغه جمهوري نظام لپاره يې هر ځای تبليغات پيل کړي او په ټوله نړۍ کې يې د دغه نظام د حاکميت لپاره له څو خوږو شعارونو څخه کار واخيست، چې د ښځو حقوق، د بيان ازادي، فردي ازادي، ولسواکي، بشري حقونه، د ماشومانو حقونه او نور شعارونه دي چې په ترڅ کې يې جمهوريت ته کار کېده.

لنډه دا چې صليبيانو په رښتيني ډول هغه پلانونه چې پخوا یې طرحه کړي وو؛ دا ځل د مسلمانانو پر وړاندې تطبيق کړل او بې له دې له نظامي لارې دوی له مسلمانانو سره جګړه وکړي او تلفات ورته ورسېږي؛ په اسلامي نړۍ کې خپل پلانونه عملي کوي او دا دی نږدې ټوله اسلامي نړۍ يې تر تسلط لاندې ده.

او مسلمانان بلکل ان يو وړوکی کار هم بې د صليبيانو له اجازې څخه نشي کولی.

خو دا چې جمهوريت په اروپا کې وروسته له هغه منځته راغی کوم وخت چې اروپايان له فيوډالي نظام څخه تنګ راغلل، په فیوډالي نظام کې د اروپايي سرمايه دارانو سرمايې او ګټې نه وې خوندي نو په دې اساس له کليو او بانډو څخه سمندري ساحلونو او غاړو ته لاړل او هلته يې د بورژوا په نامه نوی ژوند پيل کړ د پخوانيو يوناني قوانينو په رڼا کې يې نوي جمهوري نظامونه منځته راوړل چې دغه ټولې اروپايي دورې ته د رنسانس يا بيا زېږېدنې نوم ورکړ.

معنا دا چې اروپايانو په منځنيو عيسوي پېړيو کې چې له مسلمانانو څخه په ډار او وېره کې وو؛ مړه شوي وو او بلکل ختم وو خو اوس په نويو پېړيو کې بيا وزېږېدل. نو ځکه يې دغې دورې ته د بيا زېږېدنې د دورې نوم ورکړ.

لنډه دا چې د بورژوا طبقې د خپلو سرمايو د خوندي تابه او پر دغو سرمايو باندې د ګټو لپاره جمهوري نظامونه او د دغو نظامونو تر چتر لاندې بانکي او سودي سيستمونه منځته راوړل چې دا دی اوس مسلمانان په دغه ډول لومو او دامونو کې ګير دي چې د وتلو يې هېڅ امکان نشته مګر پرته له دې چې پر ټوله اسلامي نړۍ باندې اسلامي نظام حاکم شي.

راځو دې ته چې انتخابات چې د جمهوريتونو يو اهم او اساسي رکن دی. چې د دې له لارې د يوه هېواد جمهور رئيس ټاکل کېږي.

خو د دغو نظامونو تر ټولو مهمه او ضررناکه خبره دا  چې جمهور رئيس به هم هغه شخص وي چې سرمايه لرونکی وي، د اروپا او امریکا ګټو ته پوره ژمن وي، که چېرته امریکا د او اروپا د مسلمانانو په اړه هر ډول تصميم نيسي نو نوموړی جمهور رئيس به د امريکا او اروپا ملاتړ کوي، چې تر ټولو غوره بېلګه يې کله چې امریکا او نورې اروپا پر افغانستان او او عراق حمله کوله نو اسلامي ملکونو د دې پر ځای چې له دواړو اسلامي وروڼو هېوادونو سره مرسته وکړي؛ پر ضد يې امریکا او اروپا ته په خپلو هېوادونو کې اډې ورکړې او له همدې اسلامي ملکونو څخه يې نېغ په نېغه دغه مسلمانان په نښه کول. نو معنا دا چې جمهوريتونه دغه ډول حالات رامنځته کوي.

د جمهوري نظام په رکن يعنې انتخاباتو کې بايد هغه څوک جمهور رئيس وي کوم چې سرمايه دار وي يعنې اهليت ته يې نه کتل کېږي، او مسلمانۍ ته خو بلکل پکې نه کتل کېږي بلکې هغه شخص لا ښه پکې بريالی کېږي چې په غرب کې يې زده کړه کړې وي.

او هغه څوک په جمهوري نظام کې غوره او بهتر جمهور رئيس دی چې مسلمان ولس له ډېرو لارو خطاباسي.

په جمهوري نظام کې جمهور رئيس د اقليتونو په رائيه ټاکل کېږي، يعنې اکثريت له رائيې څخه محروم وي. بلکې هغه لرې پرتې سيمې چې لاس رسی نه ورته کېږي له انتخاباتو څخه محروم وي.

په جمهوري نظام کې مجرم هغه نه وي چې د الله ج له قوانينو څخه سرغړونه وکړي بلکې هغه څوک مجرم وي چې له جمهوري قوانينو څخه سرغړونه کوي، لکه د بيان ازادۍ ته ژمن نه وي، فردي ازادي نه پېژني، ښځه بازار ته نه پرېږدي يعنې ښځه په پرده کې ساتي دغه ډول خلک مجرمين او وروسته پاتې خلک بلل کېږي.

په جمهوري نظامونو کې هغه څوک غوره او ګټونکی جمهور رئيس دی چې پر ميډيا باندې ډېرې چيغې وهي، ښه باډي لنګوېج ولري، ښه کلين شف يې کړی وي، د غرب لباس اغوندي او د ښځو لپاره هغه ډول حقوق خوښوي کوم چې غرب ورته ورکړي وي.

يعنې په زغرده ووايو چې جمهوري نظامونه د فردپالنې يا هيومانېزم د مفکورې حامين دي نو پر ځای خبره به وي.

مربوطه مطالب

Back to top button