راغلې نږدې شوې دي شېبې د ازادۍ!!

صابرجان محصل
راغلې نيږدې شوې دي شېبې د ازادۍ
پایان ته مو رسیږي انتظار د زندګۍ
همت وکړئ زلمیو چې روغ سر درنه لاړ نشي
بادار که یې مزدور دی ترینه پرې یې کړئ مرۍ
ځیرک اوسئ مشرانو د غرب هرې توطیې ته
ورشنډ یې شیطاني کړئ په تدبیر دیپلوماسۍ
ځوانۍ او قربانۍ مو بې حسابه دي ورکړي
راځه اوس مې دمه کړه خپله غېږ کې خپلواکۍ
زموږ د سترګو توره او زموږ د ژوند امامه!
طالبه! د احسان دې پوروړې ده نړۍ
هېواد به نور له مونږه څخه څه غواړي؟ .صابره!
ترې ځار موکړې د ګل په شان ښایسته ښایسته ځوانۍ



