ډاکټر يوسف اکبري
ټرمپه که لږ غوږ شي زه به ځان درته معرفي کړم.
ټرمپه زه افغان یم هغه افغان چې اسلام مې زړه او روح ده ټرمپه پام چې ماته دخپلو طیارو اواسلحو خبره ونه کړي زه هغه افغان یم چې د ژوند په لومړی ورځ مې د ټوپک ډز او دطیاري غړز اوریدلی دی ټرمپه تابه ماشومتوب په کودکستان کې په برق او ارامه فضا کې تیر کړی وي.
خو ما ماشومتوب د مرمیو په باران کې تیر کړی دی تابه لوبې به پارک او ښه عصري میدانونو کې کړي وي خو ما زموږ دکلي د روسانو او انګریزانو په هغه پاتې شونې ټانګ کې کړي دي
ټرمپه تابه کرکټ فوټبال لوبې کړي وي خو ما بیا په ماشومتوب کې د ډبرو ویشتلو اوښکار کمان لوبې کړي دي.
ټرمپه تابه ټوپک په اته لس کلنی کې په کمپیوټر اوموبایل ګیمونو کې لیدلی وي خوما هغه وخت لا ټوپک په لاس کې نیولی دی چې د ټوپک قد زما تر قد لوړ وه او وزن یې زما تر وزن زیات وه.
ټرمپه تابه زخم مرګ په مکتب ویلی وي خو زما لا خبري سمې زده نه وي چې زما د ورور جنازه وه په وینو سور وه غټانو ژړل خو ماخندل اوخوشحاله وم چې ټول شناخته ګان زموږ کور ته راغلې.
باور وکړه لاپې نه درته ولم زما ژوند په مرګ کمین جنګ کې تیر شوی دی او لا هم روان دی مرګ زخم زندان خو اوس زما ورځنی کار او ژوند ګرځیدلی دی.
ټرمپه ته به هم وایې چې دا دومره تاریخونه ولې راته وایې جواب درکوم خو یو لنډه کیسه لا واوره داسي شپاړلس کاله مخکې د بوش په نامه یو کس زما ددې خړي پړې خاوري د نیولو اراده وکړه هغه وخت لا تا سیاست نه پیژندی په خپل تجارت اخته وي د دنیا له حالته ناخبره وي په خمار قیمار او سود کې غرق وي هغه وخت تا دانتخاباتي کمپاین پر ځای د خپلې سوداګری اومغازو لپاره کمپاین کاوه غټې غټې ماڼی دي جوړولې دا نو هغه وخت وه چې موږ ستا په شان نه پیسې درلودلې او نه مو ستا دهیواد په شان طیارې او ټانګونه درلودل هغه بوش نه وه؟
هغه چې ما یې مخکې یادونه وکړه هغه ترتا ډیر مغروره وه ستا څخه لا اوس څوک نه ډاریږی د هغه څخه ټوله دنیا ډاریدل ای دهغه سره له ډاره زما په مقابل کې ټوله دنیا ودریدل دوه څلویښتو ملکونه خولا ورسره عملا د جګړي میدان ته راغلل خو داچې زموږ او زموږ دخاوري میراثي عادت دادی چې اول یرغلګر ښه په خوشحالی هیواده ته را پریږدو د وروسته حاله دې نوخدای مه خبروه.
که خبر شوی ستاسي د عسکرو غوندي به ځان وژنه وکړي اول زموږ دهغه وخت حکومت دبوش دطیارو اوټانګونو سره په تاکتیک نه پوهیدل خدازده په یوه میاشت کې یې زموږ حکومت رانسکور کړی او دلته یې د خپلو هوټلونو خادمانو او لوچګانو ته واک په لاس کې ورکړی یاره دوه کاله لا نه وه تیر شوي.
زموږ د کلیو طالبانو بوشکه کشف کړه بس نود ټانګ او دبوشکې جنګ شروع شو د طیاري په مقابل کې بیا طالبانو تر خپل ځانونو بمونه تړل شروع کړه.
بوش به په طیاره کې بمان راوړل او پر طالبانو یې غورځول او طالب به په لاس کې ور اخیستل او دبوش پر عسکرو به یې انفجار ول ته باور په خدای وکړه زموږ دوطن د مور پلار یو نازولی زوی هم تر ځان بمونه وتړل اودبوش عسکر یې دوزخ ته ولیږل نور یې څه کوي په بوش یې داسې رمباړي ووهلې چې دنیا پر وخندل بوش ولاړه یوبل تورمخي کس ددي جګړي قومندان شو نوم یې اوباما وه.
دې بیا ستر حماقت وکړ دیرش زره عسکر یې نور راوستل خو داسې ناکام شو چې هغه وخت ستا چغې اورمباړي لا ما پر ټویټر ولیدلې.
نو اوس خلک وایې د اوباما جانشین ته شوي ګوره اوس دي لا سر خلاصوم.
زه په ځان پسې بم تړم ستا په لس میلیونه عسکر کې ولاکه دوه لا تر ځان بم وتړي زه مرګ ته خوشحالیږم اوته چې په خوب کې مرګ ووینې چغې وهې.
زه مرګ هم خپله کامیابي بولم خوته دمرګ څخه ځان په کانګریټونو کې ساتي رشتیا ستا وطن بنګلې لري زما ورته فکر دی.
په جنګ کې زه هغوی ته هم لاس اچوم او په یوه واسکټ به دې لس نازکې ښیښه یې بنګلې درته ونړوم چې پر تابه د زړه حمله راشی.
خوزما پر وطن که فاسفورس بمونه اچوي هم هغه خړی خاوري دي اوکه یې په میزایل ولې هم پروا نکوي زماوطن کې اوس د ورانیدلو هیڅ نشته نوکه غواړي چې په عزت اوسي شرمینده نه شي د اقتصادی بهران مرګ زخم او بوشکې سره مخ نه شي.
نو ښه په عزت دي خپل ځواکونه اوخپل تش په نوم اجیران او دنایټ کلپ ساتونکې وباسه اوهلته خپل ارام ژوند وکړه.
کنه د داسي حال سره به مخ شي چې تر مرګ به هم بد تر وي زما دا ساده لباس اوخړ پړ ژوند ته مه ګوره په همدې تشو لاسونو مې چنګیز ، انګریز ، روس ریز مریز او د ژوند څخه بیزاره کړه.
ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندي وکړه
زه په دي افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم
















