ولسي جرګې د روان مالي کال لپاره بودیجه منظوره کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۸ مرغومي ۱۳۹۴ ل) فرید احمد
د ولسي جرګې له لوري د هېواد د ټولو چارو سمبالولو لپاره ۱۲ میلیارده افغانۍ بودیجه په اکثریت د رایو سره منظوره کړل شوې ده.
د قوس په ۴ نېټه، د مشرانو جرګې د مالي کال لپاره بوديجه ولسي جرګې ته پشنهاد کړله، خو د ولسي جرګې له لوري په ۳۰ د قوس رد کړل شوه.
ولسي جرګې د مشرانو جرګې د پشنهاد شوې بودیجې د رد وجه دا ښولې وه، چې د ولایاتو ترمنځ یې توازن نه و مراعات کړی، او په بوديجه کې يې د تېرو کلونو څخه د پاتې شویو پروژو لګښت هم شامل کړی وو.
وروسته له هغه چې ولسي جرګې د مشرانو جرګې پشنهاد رد کړ، د مالیې وزارت د ولسي جرګې د طرحې په نظر کې نیولو سره نوې بوديجه وړاندې کړله، چې ۱۲ میلیارد یې منظور کړل شول.
د ولسي جرګې د ماليې او بودېجې د کمیسون رئيس د یادې جرګې په ناسته کې وویل چې د مالیې د وزارت له لوري نوې رالیږل شوې طرح کې، 1.8 میلیارده افغانۍ عادي بوديجه او لس میلیارده افغانۍ انکشافي بودېجه په نظر کې نیول شوې ده.
دده په وینا چې زیاتې شوې پیسې د زدکړې، سړک جوړونې، د څښاک اوبو برابرولو برخې ته بېلې شوې دي.
نوموړی وايي چې اوس عادي بودېجه 276.1 میلیارد افغانۍ او انکشافي بوديجه 168.6 میلیارد افغانۍ ته رسیږي.
د جرګې په ۱۴۶ ناستو کسانو کې ۱۴۰ کسانو بودیجه تایید کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button