لښکرګاه : باباجي کې یوه نفوذي عسکر د قومندان په ګډون۵ عسکر وژلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، مرغومی ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل):
هلمند ولایت نه تازه راپورونه وايي، چې د لښکرګاه ولسوالۍ اړوند باباجي کې یوه نفوذي عسکر د قومندان په ګډون خپل ۵ تنه عسکر وژلي دي.
د خبرله مخې پېښه بیګاه شپه ناوخته ۴ بجې دلښکرګاه اړوند د باباجي د اوپاشک د بایزو په سیمه کې یوتن نفوذي عسکر په پوستې کې پر میشتو پولیسو دخپل ټوپک شپیلۍ راواړوله.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبر پخلی کړی او وايي، چې دغه نفوذي عسکر ددوي مجاهد وه چې، په یوه بریدکې دقومندان نعمت الله په شمول ۵ تنه ګوډاګیان ځای پرځای قتل کړل .
د مجاهد په وینا نوموړی عسکر له برید وروسته له یو ثقیل او ۲ کلاشنکوفونوسره روغ رمټ ترخپلو ملګروپوري رسېدلی دی.
سلیم بریال



