کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۸ مرغومي ۱۳۹۴ ل) فرید احمد
د پاکستان لمړی وزیر محمد نواز شریف د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته رسیدلی دی.
ښاغلی شریف به هلته د سعودي لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي، ترڅو له ایران سره د عربو د روانې شخړې په هوارۍ کې مرسته وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې نن سهار د پاکستان لمړی وزیر نواز شریف او د فوځ مشر راحیل شریف سعودي عربستان ته روان شوي دي، جې سبا به د تهران په لوري خپل سفر ته ادامه ورکړي.
پدې سفر کې د پنجاب ایالت وزیر اعلی شهباز شریف او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لمړي وزیر مشاور طارق فاطمی هم د شریف ملګري دي.
ویل کيږي چې د دوو اسلامي هېوادونو ترمنځ د روانې شخړې د حل لپاره به پاکستان د یو اسلامي هېواد په حیث کارنده رول ولوبولی شي.


















