ليکنه: مفتي محمدالياس « فاتح »
دنبي اکرم (ﷺ) پالنه
پوښتنه : حضرت محمد(ﷺ) دچا شيدې ورودې او دغه نيکمرغي ترټولو لومړی چا ترلاسه کړه ؟
ځواب : رسول الله (ﷺ) ته څلورو بختورو مېرمنو شېدې ورکړي دي او ترټولو دمخه يې خپلې مور بې بي آمنې (درې ورځې ) تی ورکړی ، بيا ثويبيې ، ورپسې ام ايمن او وروسته حليمې سعديې رضی الله عنها ، تی ورکړ.
پوښتنه : ثويبيه څوک وه او څنګه يې نبي کريم ته تی ورکړ؟
ځواب: ثويبيه په قوم حبشه ،درسول اکرم (ﷺ) دتره ابولهب مينځه او درسول الله ترټولو لومړنۍ رضاعي مور وه .
کله چې دحضور (ﷺ) نيکه له هالة بنت وهب سره واده وکړ او دخپل زوی عبدالله واده يې له آمنه بنت وهب سره وکړ او په يو مجلس کې يې ددواړو نکاح وتړله ،چې بيا له هاله بنت وهب څخه دعبدالمطلب زوی (نبي کريم تره ) حمزه رض وزېږدېده او دهغې له خور آمنه بنت وهب څخه دعبدالمطلب (عبدالله له لارې) لمسی حضرت محمد(ﷺ) وزېږدېده .او بيا دغو دواړو ته په يوه موده کې ثويبې تی ورکاوه ،نو له همدې امله حضرت حمزه رض دنبي (ﷺ) هم تره کيده او هم يې رضاعي ورور کيده
همدغه وجه وه ، چې کله په مدينه منوره کې حضور(ﷺ) ته وويل شول چې دحمزه رض له لور سره واده وکړه نو ده ورته وفرمايل: إِنَّهَا ابْنَةُ أَخِي مِنَ الرَّضَاعَةِ ، أَرْضَعَتْنِي وَأَبَاهَا ثُوَيْبَةُ …
ژباړه : دحمزه لور ماته روا نه ده ، ځکه چې هغه زما دورور لور ده ،ما او دهغې پلار (حضرت حمزه رض) دواړو ته ثويبه تی راکړی دی.
پوښتنه : هغه وخت ثويبيه، چې نبي (ﷺ) ته يې تی ورکاوه ،ازاده وه او که مينځه ؟
ځواب: ازاده او اصيله وه .
پوښتنه : څه وخت او څرنګه ازاده شوه ؟
ځواب : کله چې ثويبې خپل بادار ابولهب ته دنبي کريم (ﷺ) دزوکړې (زېږېدنې) زيری وکړ ، ابولهب دخپل وراره دپيدايښت له خوشالۍ ډک زېري په بدل کې هغه ازاده کړه .
پوښتنه : ثويبيه په اسلام مشرفه شوې وه او که نه ؟
ځواب : دثويبيې په اسلام راوړلو کې دمحدثينو اختلاف دی ،ځينو محدثينو په صحابياتو کې شمېرلې ده .
پوښتنه : دثويبيې له پلوه دنبي (ﷺ) رضاعي وروڼه څو وو؟
ځواب: دوه ؛ حضرت حمزه رض او مسروح (دهغې زوی )
پوښتنه : نبي (ﷺ) ته دخپلې مور په شمول ،ثويبې او ام ايمن څومره موده تی ورکړی و؟
ځواب : ددغو درې واړو دتي ورکولو موده ټولټال دوه مياشتې وه .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلائل النبوة . دحافظ ابونیعم اصفهاني رح تصنيف.
صحيح البخاري. د محمد بن إسماعيل بخاري تصنيف.
صحيح مسلم . د ا بن حجاج بن مسلم نیشاپوري تصنيف.
فتح الباري . د ا بن حجر عسقلاني تصنيف.
مدارج النبوة . د شيخ ﻋﺒﺪﺍﻟﺤﻖ ﻣﺤﺪﺙ ﺩهلوي تصنيف.
مستخرج أبي عوانة. د أبو عوانة ا بن إسحاق نيشاپوري تصنيف.
جامع العلوم والحكم . د ابن رجب حنبلي تصنيف.


















