کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)
ډیلي ټایمز په نوم یوې مشهورې ورځپاڼې دطالبانو اوامریکایانو وروستۍ خبرې په یومطلب کې رانغښتي اوددواړو لوریو ترمنځ یې داختلاف ټکي په ګوته کړي.
د ډیلي ټایمز په نامه داپاکستانۍ ورځپاڼه وایي، د خلیلزاد دا سفر خورا ډېر مهم دی، ځکه نوموړی به دوحه کې له طالبانو سره خبرو کې یو لړ هغه مسائل وروستي کړي چې ډېر پېچلي دي.
ورځپاڼې د دې پېچلو مسائلو په اړه څه نه دي ویلي. دا ورځپاڼه د ځینو سرچینو په حواله لیکي چې طالبانو د ځواکونو د وتلو لپاره د نهه میاشتو وړاندیز کړی خو امریکايي پلاوی وايي د ځواکونو ایستلو لپاره دې یو یا یو نیم کلن مهال ویش په پام کې ونیول شي.
مخکې ویل شوي و چې طالبانو هم لکه د افغان دولت په څېر پنځلس کسیز پلاوی ټاکلی خو ډیلي ټایمز لیکي طالبانو ۱۹ تنه د مرکچي پلاوي په توګه ټاکلي او تر پخوانۍ ډلې به یې د پریکړو واک ډیر وي.
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ددې هېواد دفاع وزیر له ځینو رسنیوسره په څرګندونو کې واضحه کړې چې دوی نور دپاتې کېدا اراده نه لري؛ بلکه دیوعاجل توافق په لټه کې دي ترڅو له دې خونړۍ جګړې ځان خلاص او خپل هېواد ته ستانه شي.


















