کرزی: امریکا سوله نه غواړي؛ دداعش تقویې ته یې کار ویلی
کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۱۰ زمری ، ۱۳۹۸ل)
دهېوادپخواني ولسمشر حامد کرزي دامریکا په وروستۍ تګلاره نیوکې کړي، اودا هېوادیې دداعش په ملاتړ تورن کړی.
کرزی وايي، د سولې په برخه کې د امریکا پر نیت شک لرم، ځکه واشنګټن هڅه کوي افغان جګړه دداعش ملېشو پرمټ یوه نوي پړاو او مردودې لوبې ته د ننه کړي.
حامد کرزي نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل افغانستان یووالي ته اړتیا لري او امریکا په خطرناکو دسیسو غواړي د افغانانو ترمنځ نفاق واچوي او په سیمه کې خپلې نقشې عملي کړي.
دده په وینا امریکا غواړي له طالبانو سره توافق وکړي، خو بلخوا د داعش د پیاوړتیا او قوت لپاره هڅې کوي اوعملاً هر اړخیز امکانات ور رسوي.
هغه زیاته کړې چې په ګڼو ولایتونو کې امریکا د تفرقې او دسیسو پر مټ داعش ته د فعالیت زمینه برابروي او غواړي سیمه ییز قدرتونه له افغان خاورې تهدید کړي.
ده وویل د سولې له هرې هڅې ملاتړ کوي خو افغانانو ته په کار ده، چې د رښتینې سولې لپاره سره یو ځای شي او امریکا ته اجازه ور نه کړي چې د سولې په نامه هېواد د ګاونډیو لمنې ته واچوي او د یوې بلې خونړۍ جګړې په ډګر یې بدل کړي.
هغه د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو پر شریکولو او ونډې هم ټینګار وکړ. پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې هر فیر د امریکا په ګټه دی او هغه کسان جګړې ته ادامه ورکوي چې د افغانانو دښمنان دي او د امریکا د ګټو لپاره کار کوي.
ده پر طالبانو او افغان حکومت هم غږ وکړ، چې د جګړې تبلیغات، اقدامات او پلانونه دې له منځه یوسي پر ځای یې دي د رښتینې سولې لپاره هڅه وکړي.
کرزي په حکومت هم غږ کړی چې نور دافغان ولس بې ګناه وژنه بنده کړي، اودیوې تلپاتې سولې په پار هر اړخیز اقدامات وکړي.
کرزی داسې مهال دامریکا په پالیسي نیوکې کوي چې دافغان قضیې دحل په موخه دامریکاځانګړی استازی قطر ته رسېدلی او په پام کې ده چې ډېر ژر به یو برخلیک ټاکونکی توافق وکړي.



