کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو ددایکندي ولایت په دوه ولسوالیو بریدونه کړي چې دولتي لوري ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو پاتو او کجران بریدونه وکړل، چې له امله یې نهه سرتیري وژل شوي او ۱۶نور ټپیان دي.
د دایکندي والي سید انور علي رحمتي وویل، چې د پاتو په ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د ولسوالۍ په پرتو سیمو کې جګړې نن هم دوام درلود.
رحمتي وویل، چې کیدای شي په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات نور هم زیات شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د دغې جګړې په اړه ویلي، چې تېره شپه یې د دایکندي ولایت د ګیزاب په پاتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو څلور امنیتي پوستې نیولي او په جګړو کې يې شل افغان سرتیري وژلي دي.
طالبانو داسې مهال په خپلو جګړو کې شدت راوستی چې له دې سره همهاله دطالب او امریکایي لوریو ترمنځ مذاکرات دلاسلیک تر حده رسېدلي.


















