کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)
واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼې دیوشمېر سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ژر به امریکا له افغانستانه خپل زرګونه سرتیري وباسي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، د دغو امریکایي سرتېرو ویستل له طالبانو سره د یوې هوکړې له مخې کېږي.
ورځپانې داخبر د ځینو امریکايي سر چینو له قوله ورکړی چې په دغې هوکړې کې پر اوربند موافقه او له القاعده شبکې سره دنورو هېوادونو خلاف له نظامي اقداماتو شاتګ شامل دي.
بل لور ته په پام کې ده چې اسلام اباد کې د افغان سولې لپاره دامریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد له لېدنې وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو خبرې پیل شي.
تمه کېږي چې په اتم پړاو خبرو کې به په هغه څه وروستۍ پرېکړه وشي چې له دې وړاندې دواړو خواو پرې هوکړه کړې وه.
د امریکا او طالبانو تر منځ د لومړنۍ هوکړې له مخې تمه ده له افغانستانه شاوخوا شپږ زره امریکايي سرتیري وایستل شي.
په دې سره به د امریکا شاوخوا نهه زره سرتېري افغانستان کې پاتې شي چې هغه به هم له متعینې نیټې سره سم اووځي.
اوس په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر شاوخوا څوارلس زره ښودل شوی دی.
د دې شمېر سرتېرو د ویستلو په بدل کې له طالبانو غوښتل کېږي چې د یوه پراخ سیاسي جوړ جاړي لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.
داپه داسې حال کې ده چې ژر به طالب او امریکایي لوری اتم پړاو مذاکرات پیل او یو برخلیک ټاکونکی توافق وکړي.


















