سیګار وایي: وروستیو میاشتو کې ددولتي ځواکونو په لیکو کې خورا کموالی راغلی
کابل ټکی کام (جمعه ، ۱۱ زمری ، ۱۳۹۸ل)
سیګار ددولتي ځواکونه په اړه راپور ورکړی چې دمذاکراتو او خونړۍ جګړو تر شروع کېدو وروسته ددې ځواکونو په لیکو کې خورا کموالی راغلی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرپلټونکي یا سيګار نوی راپور وايي چې په وروستیو مياشتو کې د افغان ځواکونو په شمېر کې د پام وړ کمی راغلی دی.
راپور لیکي، دا ځکه چې اوس د تش په نوم سرتېرو د ثبت مخه نيول شوې او د دوی د شمېرلو طریقې تغییر کړی دی.
د سیګار راپور چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د روان میلادي کال له اپرېل څخه تر جون مياشتې پورې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲۰۰۰ ځواکونه کم شوي دي.
راپور په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوله وايي چې د ځواکونو په شمېر کې دا توپير ځکه راغلی چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې سرتېري اوس د بایومټریک له پروسې تېرېږي او پخوا غوندې يې شمېر د مشرانو له خوا نه راپور کېږي.
د سیګار راپور په داسې حال کې خپور شوی چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې د تړون هڅې کوي، اوداسې ګنګوسې شته چې روان اتم پړاو مذاکرات به برخلیک ټاکونکي وي.



