کرزي ته مو په سوله کې لږ پام وي!

لیکوال: امین وردګ

دا نو همغه کرزی دی چې په دوه زرم میلادي کال کې له کوېټې څخه ارزګان ته په موټرسیکل سپور ولاړ او له هغه ځایه یې د امریکایانو د هوایي ملاتړ او د محلي یاغیانو د ځمکني ملاتړ په برکت سره د وخت د حاکم او شرعي نظام په وړاندې سنګر ونیو.
کیسه یې اوږده او هر چاته مالومه ده… خو همدغه ناځوانه او نامرده کرزی ؤ چې نږدې ټولې غربي نړۍ یې د افغانانو په سرکوبولو،  وژلو او بندولو کې پوره ملاتړ وکړ.
همدغه کرزی ؤ چې کله د واک پر ګدۍ کېناست نو امریکایانو ته یې پوره قضائي مصئونیت ورکړ مانا دا چې؛  هغوی به هر جرم کولو چا یې د محکمه کولو حق نه درلود.
همدغه کرزي به د غربي اشغال هره کړنه ستایله او د هر ډول وحشت اجازه یې ورکړې وه.
د همده په حکومت کې افغانانې بې ستره شوې،  قرآن کریم په وحشي ترین ډول توهین او سپک شو؛  په تشنابونو کې وغورځول شو، د شرم ځایونه پرې وموښل شول او حتی د ځینو غربي فاحشو به یې) له یوځای کېدو وروسته()…( پرې پاک کول او بیا به یې ویډیوګانې د ټولنیزو بدمرغو شبکو له لارې خپرولې هم چې هر چا ته به یې کتل آسانه وو.
د همدغه ښوی سري قرقُل په وخت کې د پنجوايي غموونکې پېښه رامنځته شوه او یوه وحشي غربي عسکر تر لسو ډېر بې ګناه افغانان په خپلو کورونو کې ووژل.
د افغان مسلمانانو قاتلین او سړیخواره ځناور یې ټول په خپل څنګ کې وساتل؛  ښې ډېرې پیسې او وسلې یې هم پسې ورکړې؛ کلیدي وزارتونه او ریاستونه خو یې ټول همغوی ته سپارلي وو او د هېڅ شي حساب به یې نه ورسره کولو.
همدغه کرزي ټول سټوان خواره آسمان ته وخېژول؛ د هغوی وړوکی اداري تشکیل یې وسیع کړ؛  ولسوالۍ یې په ولایتونو ورته واړولې،  هر ډول امکانات به یې ورته برابرول، بیا به یې نو لکه د وږیو سپیو په توګه په افغاني پت او عفت ورخوشې کړل؛  هغوی به چې کله دده اجازه تر لاسه کړه،  نو به یې د غربیانو په تناسب دوه برابره وحشت کولو.
خیر… خو دری دورې)موقتي ، انتقالي او مرکزي ( يې په کابل حکومت وکړ.
کرزي په دغو شاوخوا څورلسو کلونو حکومتي دور کې هغه د پښتانو پخوانیو دښمنانو ته هم پوره واک او وسائل ورکړل او وخت پر وخت به یې د پښتون ټبر عفتونه پرې داړل.
کرزی تر بل هر چا غرب ته وفادار ؤ او دی!
خو کله یې چې د حکومت واګې سستې شوې او آخرنۍ سا یې پورته کارته کوله، نو په دغه وخت کې غربیانو د دائمي نظامي هډو د توافق غوښتنه هم ترې وکړه؟ خو ده انکار وکړ،  دا یو ساده تصادف نه؛ بلکې سنج شوی او ښه فوق العاده پلان ؤ او دی!  چې وروسته به په خپله او یا به یې نتیجه جوته شي.
نومړی پدې پوه او پوهول شوی ؤ چې له طالبانو سره به آخر هم سوله کیږي او بله لاره نشته،  نو ځکه یې له غربیانو سره په غاښ چیچلو پیل وکړ، تر څو افغانان یو ځل بیا وغولوي او یا خو لږ ترلږه هغوی متأثره کړي چې ګني دی هم افغان دی او له خارجیانو کلکه کرکه لري.
لنډه دا چې له قدرته په محض لوېدلو سره یې افغان طالبانو ته د وروڼو خطاب وکړ او هڅې یې پیل کړې تر څو له هغوی سره له نږدې وګوري او دا ځل له دغې لارې څخه خپلو اهدافو ته ځان و رسوي؛ چې تر ډېره بریالی هم شو. اوس نو هغه دی!  هر وخت ورسره ناست وي، خاندي او ټوکې ورسره کوي.
خدای خبر چې کرزی به کوم کوم هدفونه لري؟  خو زما په ګمان دغه شي ته ځان رسوول غواړي.
۱- اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته ځان کم وسی او بې ګناه ښودل.
۲- ټول هغه جرمونه چې ده کړي په غربیانو ورتپل.
۳- تر سولې وروسته خپل سیاسي موقف ساتل.
۴- طالبانو ته ځان د یوه خواخوږي په توګه معرفي کول.
۵- یو ځل بیا قدرت ته ځان رسوول، خو له بلې لارې.
۶- د خپلو اقتصادي پانګو ساتنه او پالنه کول.
۷- بیا هم آمریکایانو ته په همغه شان اخلاص سره کار کول لکه چې پخوا ورته مخلص او معتمد ؤ.
ګر چې طالب مشرانو تېرې آزموینې او ترخې تجربې نه دي هېرې کړې؛  لکه له مسعود، سیاف او رباني سره سولئیز چلند او د هغوی بالعکس خائنانه برخورد.
له جنرال ملک سره تر سولې وروسته د هغوی خیانت او غداري.
له جندرال دستم سره تر تسلیمېدو وروسته وحشي حالات او داسې نور…
مګر بیا هم زه په دغه سپېره او بوڅخولي هېڅ باور نه لرم،  دا سړی په خپلو چرګوړو هم مرداري کوي او کلک خیانتکار او مکار دی.
ښه به دا وي چې په خپل وخت یې سر پرې شي او دغه ټول آرمانونه نیمګړي ګور ته یوسي.
نومړی تر اشرف غني بې رحم دی دا ومنئ!
اشرف غني که له یوې خوا په خپله ظلمونه وکړل او یا یې ښکېلاک ته د ظلم موقع برابره کړه خو له بلې خوا یې ځینې پخواني قاتلین او زورواکي سرکوب هم کړل مګر کرزي به بیا هر- هر څه له پښتنو پرګنو سره روا بلل او بولي یې.

مربوطه مطالب

Back to top button