اسوشیټیډ پریس: د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په دوو خبرو موافقه راغلې

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۴زمری، ۱۳۹۸)
اسوشیټیډ خبري اژانس د یوه طالب چارواکي له قوله لیکلي چې د دوی او امریکایي ټیم ترمنځ په دوو خبرو موافقه راغلې ده.
دغه طالب چارواکي چې نوم یې نه دی اخستل شوی ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغانستان خاوره د چا په ضد نه کارولو باندې موافقه راغلې ده.
تر دې وړاندې تیره ورځ زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټ کې د زیات پرمختګ خبره کړې وه او ویلي یې وو چې د دواړه ټیمونو ځیني غړي په جزئیاتو باندې کار کوي.
خلیلزاد دا مهال په نوي ډیلي کې دی او په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مهمه دیپلوماته الیس ویلز هم اسلام اباد ته رسیدلې ده.
ویل کیږي چې دواړه به په سبا او بل سبا کې د قطر دوحې ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره وروستۍ خبرې اترې وکړي.
دا پړاو خبرې ممکن د طالبانو او امریکایانو وروستۍ راونډ شي او له دې وروسته به طالبان بین الافغاني ناستو ته داخلیږي.


